د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

کورنیو چارو وزارت په فراه کې د نشه‎يي موادو د قاچاق کوونکو ونډه او رول څېړي


وسله‎والو طالبانو د سې شنبې په شپه له هغو سیمو څخه د فراه پر ښار برید وکړ چې کوکنار په‎کې کرل کېدل او یا هلته د مخدره موادو کاروبار کېده.

له امریکا څخه خپرېدونکې «سټارز اېنډ سټرایپس» ورځپاڼې لیکلي، فراه د مخدره موادو د قاچاق مهمه لار ده چې هلمند یې په جنوب کې او ایران‌یې په لوېدیځ کې دی او طالبان هم له نشه‎يي موادو څخه د لاس ته راغلو پيسو له لارې خپل جنګیالي تمویلوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش نشه‎يي مواد د وسله‎والو طالبانو مالي سرچينه بولي او زياتوي چې له طالبانو د فراه ښار له پاکولو سره سم‌یې څېړنې پیل کړي، ترڅو په فراه ولايت کې د برید او نا امنیو په برخه کې د نشه‎يي موادو د قاچاقو ونډه هم وڅېړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"له بده‎ مرغه چې د طالبانو د تمویل یوه سرچینه نشه‎يي مواد دي او له شکه پرته چې طالبان له نشه‎يي موادو څخه تمویل او مجهز کېږي. موږ د سې شنبې ورځې د برید په اړه څېړنه کوو، ترڅو معلومه شي چې په‎دې بريد کې د نشه‎يي موادو ونډه څومره ده؟"

د نشه‎يي موادو د تولید پر کارخانو د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ هوايي عملیات چې اته میاشتې مخکې پیل شوي، په تېره میلادي میاشت کې د افغانستان لوېدیځو ولايتونو ته هم وغځېدل.

په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوار د امریکایي ځواکونو بمباري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

تېره میاشت افغان او بهرنیو ځواکونو د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د نشه‎يي موادو د تولید پر کارخانو ګډ عملیات وکړل چې د نشه‎يي موادو ۱۱ کارخانې یې ویجاړې او د لسګونه زرو ډالرو په ارزښت‌يې نشه‎يي مواد هم له‎منځه يوړل.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې مېرمن حُمیرا ایوبي په فراه ولايت کې د جګړې او نا امنۍ ستر عامل نشه‎يي مواد بولي او زياتوي چې فراه د هېواد له شماله لوېدیځ ته د نشه‎يي موادو د قاچاق په لاره بدله شوې او په موجوده ناامنيو کې د نشه‎يي موادو د قاچاق کوونکو لاس دی.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

اغلې ایوبي زیاته کړه:

"په فراه کې یوه مسئله د نشه‎يي موادو ده. دا مهال فراه د نشه‎يي موادو د کښت او تولید په مرکز بدله شوی دی. په بکوا ولسوالۍ کې د اوبو زرګونه څاګانې کېندل شوي او هلته عام خلک او طالبان تریاک کري چې حاصلات او عواید یې مستقیم طالبانو ته رسېږي، همدا وجه ده چې فراه تل ناامنه وي."

د فراه ولایت د دوهمې پلې لوا ویاند نورالحق خالقي ازادي راډیو ته وویل چې په فراه ولایت کې د نشه‎يي موادو د تولید ډېری کارخانې د وسله‎والو طالبانو او سیمه‎ییزو قوماندانانو په واک کې دي چې د فراه په جګړو او نا امنيو کې زیات رول لري.

مېرمن ایوبي په فراه ولايت کې له نشه‎يي موادو سره مبارزه د نا امنیو د ختمېدو راز بولي.

دا ټینګار کوي چې د نشه‎يي موادو د شبکو په ځپلو سره به د شمال او لوېدیځو ولایتونو ترمنځ د ناامنۍ او نشه‎يي موادو د قاچاقو دا لړۍ هم ختمه شي.

د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG