د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

چارواکي: په فراه او نیمروز کې د طالبانو د مخدره موادو ۱۱ کارخانې په نښه شوي


افغان او امریکايي پوځیانو د هېواد په لوېدیځ کې د مخدره موادو د تولید په کارخانو هوايي بریدونه زیات کړي دي.

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي، په تېره یوه اوونۍ کې افغان او امریکايي ځواکونو په لوېدیځو ولایتونو فراه او نیمروز کې په طالبانو پورې تړلي، د مخدره موادو ۱۱ کارخانې په نښه کړې دي.

د دغو ځواکونو په بیان کې ویل شوي چې دا لومړی وار حملې دي چې د طالبانو د مالي تمویل د سرچینو د کمولو لپاره د افغانستان په لوېدیځ کې شوې دي.

امریکایي جنرال جېمز هکر ویلي:

"د طالبانو د مالي سرچینو په بندولو سره موږ کولای شو د ترورېستي فعالیتونو په خاطر د دې ډلې توان کم کړو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا حملې د طالبانو د فعالیتونو په مخنیوي کې اغېزمنې بولي.

پاسوال عبدالخلیل بختیار
پاسوال عبدالخلیل بختیار

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال پاسوال عبدالخلیل بختیار په دې اړه د یکشنبې په شپه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ دا عملیات تائیدوو او ملاتړ ترې کوو. د فابریکو او تر پروسس لاندې موادو د له‎منځه وړلو لپاره یو ښه کار دی. دا عملیات ډېره ښه نتیجه ورکوي."

تېر کال د افغانستان د مخدره موادو تولید ډېر زیات لوړ شوی وو او د نړۍ ۸۷ فیصده مخدره مواد له همدې ځایه تولید شوي وو.

طالبان چې د مخدره موادو ډېر کاروبار مخته وړي، په هغو سیمو کې نفوذ لري چې په‎کې د کوکنارو لویې کرکېلې دي او د امریکا د پوځ د اټکل له مخې له دې کاروباره طالبانو ته د کال ۲۰۰ میلیونه ډالره ګټه رسېږي.

که څه هم په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد هوايي بریدونه د ۲۰۱۷ میلادي کاله له لومړیو پیل شوي، خو د ۲۰۱۸ میلادي کال په دوو لومړیو میاشتو کې دا حملې د تېر کال د همدې مودې په نسبت درې برابره زیاتې شوې دي.

د افغانستان د مخدره موادو په اړه شننونکی ډېوېډ منسفیلډ بیا وايي، د مخدره موادو د تولید په کارخانو هوايي بریدونه د طالبانو د مالي سرچینو په شنډولو کې ډېر رول نه‎شي لوبولی، ځکه د ده په خبره طالبان دومره ګټه نه‌ترې کوي.

دی وايي، د دغو بریدونو تر ګټې، تاوان په‎دې خاطر زیات دی چې ښايي د ملکیانو د مرګ‎ژوبلې کچه ورسره ډ‌ېره شي.

د افغانستان د مخدره موادو د صنعت دا شننونکی دا هم وايي چې په بریدونو کې د ملکیانو د مرګ‎ژوبلې راپور نه‌خپرېږي، حال دا چې په‎دې کارخانو کې په کار لګیا خلک طالبان نه، بلکې د سیمې خلک دي.

په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوار د امریکایي ځواکونو بمباري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

خو د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال جنرال عبدالخلیل بختیار وايي، د مخدره موادو د کارخانو په سر په بریدونو کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره پوره هڅې کېږي.

ښاغلي بختیار زیاته کړه:

"د ملکیانو مرګ‎ژوبله نه‌غواړو، خو کله چې هغوی «هوايي ځواکونه» یوه سیمه په هوايي برید کې په نښه کوي، مخکې له مخکې یې «جي. پي. اېس» کوي او ټول خطرونه‌یې په پام کې نیسي."

د تېر کال له نومبر راهیسې د مخدره موادو د تولید ۷۵ کارخانې په نښه شوي دي.

ډېری دا کارخانې په هلمند ولایت کې وې چېرته چې د افغانستان د کوکنارو تر ټولو لویې کرکېلې په‎کې دي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG