د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ایران کې په نشه‌يي توکو د افغان نور محمد د روږدي کېدو دردوونکې کیسه


د ایراني مالکانو له‎خوا په نشه يي توکو د افغانانو روږدي کېدل دا د نوراحمد دردمنه کیسه ده! نوراحمد چې ۳۰ کاله عمر لري اوس لوڅې پښې او شلیدلي جامې د فراه ولایت په ښار کې ګرځي او خپل کور او کورنۍ ترې پاتې دي.

نور احمد په ډېره‎ غمجنه لهجه وايي چې دا هر څه ور څخه ایراني اربابانو اخیستي دي، ځکه دی یې په مخدره توکو معتاده کړی دی.

نور احمد درې کاله مخکې د ایران د کرمان په زحمت کشان سیمه کې په مخدره توکو د ایراني اربابانو له‎خوا روږدی شوی دی.

دی وايي چې هلته يې کارکاوه او ایراني اربابانو په مخدره توکو روږدی کړی دی او په دې توګه یې پر دوی پرته له کوم تنخوا څخه کار کاوه.

نوموړی وايي:

"د کرمان په شاوخوا سیمو کله به چې موږ هلته د کار لپاره لاړو، موږ ته به یې د تاریاکو د څکولو وړاندیز کاوه، داسې به یې کول زموږ پیسې به یې هم ګرځولې موږ به ورته څه نه ویل ځکه نشه وو."

نوراحمد د ځینې ایراني اربابانو نومونه هم اخلي چې نوموړی يې په مخدره توکو روږدی کړی دی.

دی وايي، دغو کسانو دی او د نوموړي ورور هر ورځ مجبورول ترڅو مخدره توکي استعمال کړي.

دی وايي:

"حاجي ارسال یې ورته ویل، مادویپور یې ورته ویل، د کرمان په دشت زحمت کشان سیمه کې داسې ډېر اربابان هلته شته. تاریاک به یې موږ ته راوړ او داسې یې موږ روږدي کړو."

نوراحمد تر دوو کالو زیات له دغو ایراني اربابانو سره په کرمان ښار کې کار کړی خو هغوی هېڅ تنخوا هم نه‎ده ورکړې ځکه چې نور دی مخدره توکو له واکه غورځولی وو چې خپله او خپل د ورور تنخوا د ایراني اربابانو څخه واخلي:

"تر ننه زما او زما د ورور پیسې پرې پاتې دي، شاید له اتلس میلیونه تومان څخه ډېرې پیسې اوسي، موږ ترې نشو اخیستلې."

خو دا یوازې نور احمد نه‎دی چې د ایراني اربابانو له‎خوا په مخدره توکو روږدي شوي بلکه په سلګونو داسې کسان شته چې ایراني اربابانو خپل د کار او غلامي لپاره روږدي کړي دی.

مومن:

مومن یو بل معتاد دی چې د ایرانی اربابانو له‎خوا روږدی شوی دی.

دی وايي چې ایراني اربابانو به ورته ویل چې د زیات کار کولو لپاره باید مخدره توکي استعمال کړي:

"هغوی به داسې ویل چې دا ښه دي او خپله اربابانو به موږ ته تاریاک راوړل."

په فراه ولایت کې مدني فعالان هم د ایراني اربابانو له‎خوا د افغانانو روږدي کېدو اندیښمن کړي دي.

ابراهیم محمدي په فراه ولایت کې یو مدني فعال وايي چې ایراني اربابان تل هغه افغان ځوانان چې د اړتیا له مخې دغه هېواد ته د کار لپاره ځي روږدي کړي چې دا کارد افغانانو په وړاندې یوه لویه جفا ده.

نوموړی وايي:

"دا هغه ځوانان دي چې په ایران کې روږدي شوي دي او هلته ایرانیانو پرې سخت کارونه ترسره کول، ایراني اربابانو ترې د غلام په توګه ګټه اخېسته او کله به چې له کاره ستړي کیدل نور مخدره مواد به یې ورکول، دا کار به یې تر هغه کاوه چې روږدي شي."

هاخوا د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق وايي چې په دغه ولایت کې کابو ۵۰ زره معتاده کسان ثبت شوي چې تر ۹۰ سلنه پورې یې په ایران کې روږدي شوي دي.

د نوموړي په خبره په ایران کې د ایراني اربابانو له‎خوا د افغانانو روږدي کېدل د اندیښني څخه ډکه خبره ده.

دی وايي:

"د هغو احصایو یا شمېرو له مخې چې معتادین په روغتونونو کې تداوي کړي تر ۹۰ سلنې زیات کسان په ایران کې روږدي شوي دي او وروسته افغانستان ته لېږل شوي چې دلته هم د ټولنې د اوږو بار ګرځیدلي دي."

یو شمېرکارپوهان بیا په دې باور دي، که په هېواد کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي د نوراحمد په شان ځوانان به مجبوره نه وي چې ایران ته لاړ شي او هلته د ایراني اربابانو له‎خوا په مخدره توکو روږدي شي.

نوراحمد چې اوس یې هرڅه له لاسه ورکړي بیا هم هیله من دی چې په هېواد کې نورو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي ترڅو د ایرانیانو له‎خوا روږدي او معتاده نه‎شي.

راپور: احمد شاه فطرت

XS
SM
MD
LG