د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

افغانستان کې د نشه‌یي توکو لوی مرکزونه او فابریکې چېرته دي؟


که څه هم افغانستان د نړۍ په سطحه د نشه يي توکو په کرکلي او تولید کي شهرت لري، نو ډېره برخه يې په هلمند کې تولیدېږي.

په هلمند کې چې د هېواد لسمه برخه تشکیلوي د کوکنارو کښت څلور فصله کرل کېږي.

ویل کېږي چي د هېواد په سطحه تر ټولو لوی مرکزونه هم په دغه ولایت کې دي.

د هلمند د پراخه نا امنیو سره جوخت په هغه سیمو کې چې د وسله والو لاس ته لوېږي،د نشه يي توکو کرکیله او کاروبار زور اخلي.

که څه هم پخوا یوازي د دیشو ولسوالۍ څخه چې د لښکرګاه په جنوب کې سلګونه کېلو متره لېري د پاکستان او ایران سره پر پوله پرته ده د نشه يي توکو د کاراوبار او پروسیس راپورونه ورکول کېده، خو اوس ویل کېږي چې د مخدره موادو د پروسیس، کارو بار او قاچاق تر ټولو لوی مرکزونه د دې ولایت شمالي ولسوالیو ته انتقال شوي دي.

د کجکي ولسوال ملا عبدالرازق مظلومیار ازادي راډیو ته ويلي چي د یادو توکو تر ټولو لوی مرکزونه او فابریکي په زمینداور، سنګین او ساروان کلا سيمو کي دي.

د کجکي ولسوال: د مخدره موادو مرکزونه اوس د هلمند شمالي ولسوالیو ته انتقال شوي دي.
د کجکي ولسوال: د مخدره موادو مرکزونه اوس د هلمند شمالي ولسوالیو ته انتقال شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه سیمې چې د طالبانو په لاس کې دې هلته د مخدره موادو ستر مرکزونه دي، هلته ۱۰۱۶ د هیرویینو فابریکې او دوه زره د هیرویینو د خرڅولو دوکانونه دي، د لوی کندهار ټول قاچاقبران هلته را ټول شوی دي، ستر بیلډینګونه، مارکېټونه او ښه ځایونه یې جوړ کړي دي، دښمن ته له دي کارخانو او قاچاقبرانو څخه د میاشتې دوولس سوه میلیونه کلدارې په لاس ورځي."

ویل کېږي د دغه سیمو څخه په ټنو ټنو نشه يي توکي په خاص ډول وچ تریاک او کریسټال د کندهار غورک، بیا میوند او له هغه ځایه د هلمند ګرمسیر او خانشین ته وړل کېږي او د دې لارې د پاکستان ګردي جنګل او د ایران زاهدان ته لېږدول کېږي.

د کجکي ولسوال وايي، که چېري په زمینداور او ساروان کلا کي دنشه يي توکوکار اوبار او قاچاق داوسني روان حالت مخه ونه نیول شي د حکومت لپاره به په لوی سر درد بدل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته وایم چې دا منبع له منځه یوسي، د دې سرچينې په له منځه وړلو سره په هلمند، ارزګان،کندهار، زابل او فراه کې امنیت راتلای شي".

د هلمند د دیارلس ولسوالیو څخه ۷د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او د پاتې نورو يې په ډېرو سیمو کې ناامنۍ او جنګونه دوام لري.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي، د یو شمېر نورو عواملو سره سره تر ټولو لوی يې د وسله والو سره دنشه يي توکو دقاچاقبرو نقدي او تسلیحاتي مرسته ده.

هغه د ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله که چېري حکومت د نشه يي توکو د کرکیلي،کاراوبار او قاچاق پر وړاندې ودرېږي پر امنیت مثبت اغیز کوي، خو افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه کړي دي؟ ښاغلي حیات وویل یو شمېر فابریکي او مرکزونه يي له منځه وړي دي.

حیات: د مخده موادو یو شمېر مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
حیات: د مخده موادو یو شمېر مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هلمند ولایت ټولې هغه سيمې چې د دښمن په لاس کې دي، په هغو کې په پراخه کچه مخدره مواد خرڅېږي، هلته د هغو د تولید او پروسیس فابریکې موجودي دي، په ځانګړې توګه په موسی کلا، سنګین، نوزاد او بارامچه سیمو کې یې لويي فابریکې شته چې موږ يې سږ کال د له منځه وړلو لپاره ځانګړي پروګرامونه لرو، تاسو ته به معلومه وي چې موږ په ۹۵ شمسي کال کې هم د خپلو ځمکنیو عملیاتو، کمینونونو او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې تر ۲۶ ټنه زیات مخدره مواد لاسته راوړي او له منځه مو وړي دي."

د نشه يي توکو او جرمو سره د مبارزې په برخه کي د ملګرو ملتونو د ادارې یا «یو. این. او. ډي. سي» د اټکل له مخي د نړۍ تر ټولو ډېر کوکنار په افغانستان، په تېره بیا هلمند کې تولیدېږي.

که څه هم حکومت د دغه پدیدې پر ضد دښه بدیل په نوم په میلیونونو ډالر پر اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سري مصرف کړل، خو د کوکنارو او نورو نشه يي توکو له ادرس څخه دډېرو پیسو سره د کروندګرو او عادي کار اوباریانو په سيمو کي يې نورې دانې او تخمونه مروج نه کړل او کوکنار لا هم د کرونده ګرو لپاره لومړی اووروستی انتخاب پاتې شو.

راپور: محمد الیاس داعي

XS
SM
MD
LG