د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۰۶

د پکتیا په ډنډ پټان کې د پاکستان جوړ کړي تأسیسات افغان ځواکونو لاندې کړل


د پکتکا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د توپ سر او انځر کنډو له سیمو پاکستاني ځواکونه ووتل.

په‎دې سیمو کې د پاکستان پوځیانو مخکې نظامي تأسیسات جوړ کړي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست برید جنرال محمد رادمنش وایي چې هلته افغان ځواکونه ځای پر ځای شول.

دی زیاتوي:

"موږ توانېدلي یوو چې هلته څلور سرحدي بېزونه ودان کړو، په ورته وخت کې د ولسي پاڅون‎والو پوستې هم هلته جوړې شوې او د سیمې په زرګونه کسانو د ملي اردو ستاینه وکړه، د هغو په غاړه کې یې ګلونه واچول چې هلته‌یې په ډېرې مېړانې د خپل هېواد د جغرافیې دفاع کړې وه."

د یکشنبې په ورځ د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه.

د خوست د ځاځي میدان نښته

تر دې جګړې وروسته په ځاځي میدان او ورسره نږدې ډند پټان ولسوالیو کې افغان ځواکونه د لومړۍ درجې احضاراتو په حالت کې راغلل او پرون چهارشنبه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ستونزې د هواري لپاره د افغانستان او پاکستان امنیتي مسؤلانو خبرې وکړې.

د دې خبرو په اړه برید جنرال رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"پر هغو تېروتنو خبرې وشوې چې مخکې هلته تېری شوی و، د هغو سیمو په اړه هم خبرې وشوې چې مخکې هلته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ډیپلوماتیکو اصولو په خلاف د ډیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د توپ سر او انځر کنډو سیمې نیولې وې. پاکستانیانو دا سیمې پرېښودې او بېرته د ډیپلوماتیکو اصولو سره سم مخکېنیو سیمو ته ولاړل."

جنرال رادمنش

د یو شمېر راپورونو له مخې دواړه لوري به د ډیورند پر امتداد د ستونزو د هواري لپاره خبرو ته دوام ورکړي، خو د دې خبرو وخت نه‎دی ټاکل شوی.

بل لور ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل چې حکومت‌یې دې ته چمتو شوی دی چې له پاکستان سره ټول موضوعات د دواړو حکومتونو په کچه د خبرو له لارې حل کړي.

جمهور رئیس غني دا خبره پرون چهارشنبه په ارګ کې د پاکستان لپاره د بریتانیا له عالي کمېشنر «توماس دریو» سره د خبرو پر مهال وکړه.

«توماس دریو» د دولتونو په کچه د کابل او اسلام‎اباد د خبرو د پیلېدو هرکلی وکړ او ژمنه‌یې وکړه چې لندن په دې برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دی.

دوه اوونۍ مخکې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته راغی او دا د دواړو دولتونو په کچه د خبرو لومړی پړاو و.

XS
SM
MD
LG