د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

دفاع وزارت: پاکستاني پلاوي ژمنه کړې چې بیا به پر افغان خاوره تېری نه‌کېږي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د خوست په ځاځي میدان او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالیو کې امنیتي ځواکونه د "اولې درجې" احضاراتو په حالت کې دي او پاکستاني پلاوي ژمنه کړې چې بیا به د افغانستان پر خاوره تېری نه‌کېږي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د ځاځي میدان او ډنډ پټان ولسواليو په څلورو ستراتېژیکو سیمو کې يې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه له هر ډول بېړني حالت سره مخامخ کېدو ته تیار دي، خو په سیمه کې وضعیت کرار شوی دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش
د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش

محمد رادمنش زیاته کړه:

"موږ خپلې پوځي قطعې د ځاځي میدان او ډنډ پټان ولسوالیو په څلورو ستراتېژیکو سیمو کې ځای پر ځای کړي چې اوله درجه احضارات لري. موږ د هغو ترورېستانو فعالیت ته منظر یو چې ښايي وروسته په سیمه کې فعالیت وکړي، لارې بندې کړي یا خلکو ته ستونزې جوړې کړي، خو هغه مسئله چې له پاکستاني پوځیانو سره پېښه شوې وه، حل شوې. وضعیت کاملاً ارام دی او هېڅ ستونزه نه‌شته."

د افغانستان د سرحدي امنیت د ځواکونو او د پاکستان د سرحدي ملېشه قواوو «فرنټير کورپس» ترمنځ وسله‎واله نښته، د یکشنبې په سهار وختي د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې وشوه چې له دواړو خواوو یو شمېر کسان په‎کې ووژل او زخمیان شول.

د خوست والي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د سرحدي ملېشه قواوو پنځه مړي یې پرون مقابل لوري ته وسپارل.

د ملي دفاع وزارت ویاند، محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، د یکشنبې په ورځ د پاکستان سرحدي ملېشه قواوو پر ګډه پوله نوې پوستې جوړولې او په غیر قانوني ډول د افغانستان خاورې ته را اوښتي وو.

د هغه په وینا، سیمې ته ورغلي پاکستاني پلاوي منلې چې د هغوی له لوري تېری شوی او ژمنه‌یې کړې چې بیا به داسې نه‌کېږي.

ښاغلی رادمنش وايي:

"څېړنې لا هم روانې دي، تاسو پوهېږئ چې موږ د ډيورند کرښې پورې غاړې ته نه‌یو تللي چې د هغوی مړي ډنډ پټان ته راوړو، بلکې په افغانستان کې په جګړه کې وژل شوي دي. د پکتیا د قول اردو قوماندان په سیمه کې دی. افغان او پاکستاني لوري سره کتلي او ژمنه‌یې کړې چې بیا به داسې تېری نه‎کېږي."

عنایت حسین توری، د پولې پورې غاړې ته د باجوړ اوسېدونکی دی.

ښاغلی توری د هغې جرګې غړی و چې پرون دوشنبه د پاکستان له لوري خوست ته د لانجې د حل‎لپاره استول شوی و.

هغه تېره شپه د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په مرکه کې وویل:

"د دې غاړې چې کوم قبایل دي، د کُرمې اېجنسۍ، قبایلي مشران پرون د ځاځي میدان له قبایلو سره وغږېدل او پر دې خبرې وشوې چې د سیمې د امنیت د ساتلو او د داسې پېښو د مخنیوي لپاره به ټول کار کوو او پر سرحدونو به تېری نه‎کوو."

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د یکشنبې په ورځ‌یې ځواکونو پر ګډه پوله ګزمه کوله او د اغزن سیم «سیم خاردار» لګولو لپاره‌يې تیاري نیوله چې د افغانستان له لوري برید ورباندې وشو.

د پاکستان حکومت تېر کال اعلان وکړ چې د خپلو سرحدي سیمو د امنیت د ښه کولو لپاره پر ګډه پوله، اغزن سیم لګوي.

افغانستان تل پر پاکستان تور لګوي چې پر خاوره‌یې تېری کوي، خو پاکستان‌یې ردوي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته په وروستي سفر کې ژمنه وکړه چې د سرحدي ستونزو د حل او ښه امنیت لپاره به له افغان لوري سره همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG