د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

دنیا: د پاکستان پوځي سرغړونې خپل وروستي حد ته رسېدلي


کابل چاپ ورځپاڼو نن د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، په داسې حال کې چې افغان دولت پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو خبره کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې د هغه هېواد پوځي سرغړونې خپل وروستي حد ته رسېدلې دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې دا شان سرغړونې د ګاونډیتوب او ټولو نړیوالو اصولو خلاف له کلونو راهیسې د پاکستان له‎خوا ترسره کېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور پاکستان دا کار د عامه ذهنیتونو د اړولو او پر هغه هېواد د نړیوالو فشارونو د راکمولو په هدف ترسره کوي.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې په‎دې برخه کې د افغان حکومت کمزوری دریځ هغه هېواد بیا بیا دا شان کړنو ته هڅولی او زمینه‌یې برابره کړې چې پاکستاني پوځیان دوی یعنې افغان حکومت د اسلام‎اباد د طالبي غوښتنو منلو ته اړه کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د دواړو هېوادونو د پوځيانو د وروستیو نښتو په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې افغان پوځیانو هغه مهال خپلې ټوپکې پاکستاني پوځیانو ته سمې کړې چې له خپلې مرزي کرښې د افغانستان په لور رامخته شول.

حکومت خپل لومړیتوبونه هېر کړي او د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره‌یې کمپاینونه پیل کړي.

د مطلب لیکونکي لیکلي، دا په‎داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان له دې دوه ورځې مخکې ژمنه وکړه چې د یو بل د ځمکني او فضايي حریم خوندیتوب ته به پام کوي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په‎دې اړه د حکومت د کړنو په اړه لیکلي دي.

د ویسا په سرمقاله کې راغلي چې حکومت خپل لومړیتوبونه هېر کړي او د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره‌یې کمپاینونه پیل کړي دي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر په‎داسې حال کې په ارګ کې په ډراماتیک ډول پیل شوی چې ولسي جرګه او سیاسي ګوندونه په خپل ټاکلي وخت د انتخاباتو ترسره کېدل ناشوني ګڼي.

د سرمقاله لیکونکي په باور ناامني یوازنۍ ستونزه نه‎ده، بلکې نړیواله ټولنه او حکومت د دغو انتخاباتو د جوړولو لپاره اراده نه‎لري.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د ټول ګټو تأسیساتو د امنیت د خوندیتوب په اړه لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې کابل او څو نور ښارونه له څو ورځو راهیسې برښنا نه‎لري او لامل‌یې هم دا دی چې وسله‎والو طالبانو د ازبکستان د وارداتي برښنا یوه پایه نړولې ده.

په سرمقاله کې د طالبانو د ویاند په حواله راغلي چې دا کار دوی ځکه کړی چې دولت د دوی تر واک لاندې سیمو ته برښنا ورکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د طالبانو له‎خوا د برښنا د پایو نړول دولت او د عمومي خدمتونو د رسولو بنسټونه له یو سخت حالت سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG