د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۴۰

د ځاځي میدان ولسوالۍ نښته او د پاکستاني ورځپاڼو تبصرې


  • پاکستانۍ ورځپاڼې

ډېرو پاکستانیو ورځپاڼو د افغانستان او پاکستان په پوله وروستۍ شخړې ته چې د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ او کُرمه اېجنسۍ ترمنځ د پولې دواړو غاړو ته د پرتو ځواکونو ترمنځ رامنځته شوې پام اړولی او پر دې سربېره چې ملامتي یې پر افغان لوري اچولې، د څو پاکستاني ملېشه ځواکونو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره‌یې کړې ده.

افغان سیمه‎ییزو چارواکو بیا ازادي راډیو ته د دغې نښتې یو بل تصویر ورکړی.

خو له‎دې پرته چې کوم لوری د دغې نوې سرحدي شخړې د پیلېدو مسؤل دی، هغه یوازې څو ورځې وروسته له هغې پېښېږي چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو په نیت د سولې عمل د ګډ پلان پر سر د خبرو لپاره کابل ته تللی و.

په‎دې سفر کې د دې پلان پر بشپړېدو په ټينګار سربېره دواړو لورو دغه‌راز ژمنه کړې چې د یوه بل هېواد پر حریم له تېري به ډډه کوي او د ملامتولو پر ځای به د ستونزو او اختلافاتو د حل په هدف د عمل ګډ پلان په چوکاټ کې سره همکاري کوي.

  • ډېلي مېل

بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو د نوم لیکنې پر پروسې یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، چارواکي هیله‎مند دي چې په دغه بهیر کې به چې دوه میاشتې دوام کوي، په څه باندې اووه زره د نوم لیکنې په مرکزونو کې شااوخوا ۱۴ میلیونه وګړي چې د رأی ورکولو مستحق دي، خپل نومونه ولیکي.

د ورځپاڼې په وینا چارواکي د دې ډاډ هم ورکوي چې دغه انتخابات به چې ډېر ځنډول شوي، په اکټوبر کې له درغلیو پاک په شفاف ډول ترسره شي.

په څه باندې اووه زره د نوم لیکنې په مرکزونو کې به شااوخوا ۱۴ میلیونه وګړي چې د رأی ورکولو مستحق دي، خپل نومونه ولیکي.

ډېلي مېل د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په وړاندې د یوې مهمې ستونزې یادونه هم کړې او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد هغه څرګندونې یې را اخیستي چې ویلي ېې دي، امنیت په تېره بیا په لیرې پرتو سیمو کې اساسي ګواښ دی.

صیاد ویلي، د دې تر څنګ چې په ډېرو ګڼ مېشتو سیمو کې وسله‎وال طالبان او د اسلامي دولت ډله یا داعش فعال دي، سیمه‎ییز قدرتونه، غیر قانوني ملېشې او ځواکمنان به هم هڅه وکړي چې په دغو انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.

هغه د دې یادونه هم وکړه چې له حده زیات کوښښ کوي چې د دغو انتخاباتو د زیات مشروعیت لپاره د خلکو زیات باور خپل کړي.

خو د دې وېره هم شته چې په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې به چې یا د دولت وسله‎وال مخالفین پرې کنټرول لري یا تل ناامنې دي، ډېر خلک له رأی ورکولو پاتې شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د کېدونکو انتخاباتو د زیات مشروعیت خبره په داسې حال کې کوي چې دې مسئلې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو تر اوسه خپل سیوری غوړولی دی.

XS
SM
MD
LG