د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

افغان چارواکي: پاکستاني لوري ته مو د هغوی د سرتېرو مړي وروسپارل


نن د دوشنبې د ورځې په ماسپښین د خوست ولایت ملکي او پوځي چارواکو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د هغو پنځو پاکستاني سرتېرو جسدونه‌یې په عزت مقابل لوري ته سپارلي چې په ځاځي میدان کې له افغان پوځیانو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

د خوست والي حکم خان حبیبي وايي چې د افغان حکومت د مشرتابه په هدایت‌يې نن ماسپښین د پاکستان نیول شوی اسیر سرتېری هم د ځاځي میدان په صفري نقطه کې پاکستان لوري ته سپارلی دی.

ده وویل، په ځاځي میدان کې اوس حالت ډاډمن دی او د یکشنبې په ورځ د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون ریاست او د پاکستان د سرحدي ځواکونو د مشرتابه د موافقې سره سم، په سیمه کې اوربند ټینګ شوی دی.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، په ځاځي میدان کې د یکشنبې د ورځې په جګړه کې چې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ رامنځته شوه، دوه تنه افغانان وژل شوي، خو د پاکستان د لوري د مالي او ځاني زیانونو کچه ډېره وه.

حکم خان حبیبي
حکم خان حبیبي

ښاغلي حبیبي وویل:

"نن له غرمې مخکې ۱۱ نیمې بجې د پاکستان د پوځیانو پنځه جسدونه په پوره عزت په تابوتونو کې ځای پر ځای شول او د پولو له قوانینو سره سم، د سیټي وان سیمې په صفري نقطه کې هغوی ته وسپارل شول، همدارنګه هغه پاکستانی عسکر چې افغان ځواکونو اسیر نیولی و، نن ماسپښین یوه بجه او ۱۵ دقیقې د افغان او پاکستان حکومت د مشرتابه د تفاهم پر بنسټ او د دولت د لوړو مقاماتو په لارښوونه، هغوی ته تسلیم شو، اوس‌مهال د ځاځي میدان په سرحدي پوستو کې وضعیت نورمال دی او افغان ځواکونه په خپلو سیمو حاکم دي او لوړې نقطې د افغان ځواکونو په لاس کې دي."

د خوست والي د پاکستان پر حکومت او پوځیانو غږ هم وکړ چې د دولتونو ترمنځ د ګاونډیتوب اصل ته ژمن واوسي او له سرحدي تخطیو او سرغړونو لاس واخلي.

ده وویل، تاکیداً له هغوی غواړي چې د یوه ورور، دوست او ګاونډي هېواد په توګه سرحدي اصول په پام کې ونیسي.

د خوست والي وویل چې د یکشنبې په شپه مقابل لوري د افغانستان په خاوره کې خپل سرتېري پلي کړي وو، کله چې سهار شو، نو ځايي خلکو او افغان ځواکونو له دوی بېرته د شا تګ غوښتنه وکړه.

ده وړاندې وویل، مقابل لوري غوښتل چې د جنډو د سر پوسته ونیسي او په راتلونکي کې دا نقطه د ځان لپاره مرکز وګرځوي، نو دوی د افغان لوري غوښتنې په ډزو ځواب کړې او جګړې د یکشنبې د ورځې ناوخته ماسپښین تر درېیو بجو دوام پیدا کړ.

د خوست والي ادعا وکړه چې پاکستاني لوري په دې جګړه کې ټوله سپکه او درنه وسله کارولې ده.

د ده په وینا چې په دې جګړه کې مقابل لوري ته ډېر زیانونه اوښتي، خو د هغې له جملې د سرتېرو پنځه جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وو او یو کس هم اسیر نیول شوی و.

د ده په خبره چې په دې جګړه کې پاکستاني پوځ او ملېشې دواړو ګډون کړی او نیول شوي اسیر هم اعتراف کړی چې دوی غوښتل د جنډو سر ونیسي.

د خوست والي وايي چې د ځاځي میدان د دوو وژل شویو کسانو جنازې او د تدفین مراسم د ولایت د ملکي او پوځي مشرتابه په شتون کې ترسره شول.

ده وویل چې پر یاده موضوع د پکتیا په ډنډ پټان کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون ریاست او د پاکستان د سرحدي پولیسو د مشرتابه له‌خوا خبرې وشوې او اوربند وشو.

د ده په خبره چې د پولې د دواړو غاړو د قومي مشرانو غوښتنه هم دا وه چې اوربند وشي او هغوی د جګړې مړي او ټپیان ولېږدوي.

د یکشنبې په ورځ د ځاځي میدان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو په ټولنیزه مېډیا کې د وسلو او تجهیزاتو د کمښت ستونزه یادوله.

په خبري ناسته کې د ملي اردو د لوا د ګارنېزیون قوماندان عبدالمحمد خاکسار وویل چې ټولو پوستو ته‌يې د وسلو، مهماتو او تجهیزاتو اکمالات کړي او په دې برخه کې ستونزې نه‌لري.

ده دا هم وویل چې د مخالف لوري د برید په وخت کې هغوی ته قانوني اجازه ورکړل شوې چې باالمثل اقدام وکړي.

ځاځي میدان د خوست شمال ختیځ لوري کې له ښاره ۶۰ کېلو متره لیرې پرته ولسوالۍ ده چې کورمې سره پر پوله پرته ده.

د چارواکو په وینا، د ځاځي میدان ډېری ځوانان د افغان ځواکونو په لیکو کې سرتېري دي، په تېرو ۱۷ کلونو کې د یادې ولسوالۍ شااوخوا ۲۰۰۰ سرتېري د افغان ځواکونو په لیکو کې وژل شوي دي.

ځاځي میدان په امنیتي لحاظ د افغانستان له امن لرونکو سیمو حسابېږي چې په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني يې هم ډاډمن امنیت په بېلګه کې یاد کړی و.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG