د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

ټرمپ په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د کارولو په عکس‌العمل کې لویې پرېکړې کوي


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له ۲۴ تر ۴۸ پورې راتلونکو ساعتونو کې به د سوریې په اړه دغلته د کیمیاوي وسلې د کارولو په عکس‌العمل کې لویې پرېکړې وکړي.

ولسمشر ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې خبرې کولې وویل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښايي د سوریې د دوما په ښار کې "‎پر بې‌ګناه خلکو د دې ظالمانه" برید مسؤلیت په غاړه ولري.

ولسمشر ټرمپ وویل:

"که نوموړي دا کار کړی وي، وضعیت به ډېر ستونزمن شي."

ټرمپ زیاته کړه، دا برید که روسیې کړی وي یا سوریې کړی وي او که ایران کړی وي موږ به‌یې پیدا کړو.

ولسمشر ټرمپ

ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ د غونډې په پیل کې خبریالانو ته وویل:

"موږ به د دې ټولو په اړه پرېکړه وکړو، په ځانګړې توګه د سوریې په اړه. موږ به دا پرېکړه ډېر ژر وکړو. په غالب ګومان د نن ورځې تر پای پورې. موږ دا ډول بې‌رحمۍ ته اجازه نه‎شو ورکولای."

بل‎خوا کرملېن وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې پر دې موضوع پارونې او د اوازو خپرول ورته د منلو نه‎دي.

کرملېن په یوې اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو د سوریې پر وضعیت نظرونه تبادله کړل او د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له‎خوا پر دمشق د کیمیاوي وسلو د کارولو د تورونو په اړه هم وغږېدل.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دوما کې په کارول شويو کیمیاوي وسلو کې د اعصابو فلجوونکي مواد هم شامل دي، خو دم‎ګړۍ دوی دا نه‎شي معلومولی چې دا کوم ډول کیمیاوي مواد دي؟ او زیاته‌یې کړه، د سوریې حکومتي ځواکونه او متحدان‌یې روسیه او ایران نړیوالو څارونکو ته اجازه نه‌ورکوي چې د څېړنې لپاره د برید سیمې ته ورشي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس د دوشنبې په ورځ ویلي، د امریکا متحده ایالات په مشکوکو زهرجنو ګازو په سوریه کې د لږ تر لږه ۴۰ کسانو د وژلو په عکس‎العمل کې د سوریې پر حکومتي ځواکونو د هوايي بریدونو احتمال نه‌ردوي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس

د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې د دوشنبې په ورځ ویلي، که له شواهدو ثابته شي چې په دوما کې د کیمیاوي برید مسؤل د سوریې حکومتي ځواکونه دي، نو د سوریې د مشر سربېره هغه هېوادونه چې د بشارالاسد ملاتړ کوي هم مسؤل دي.

سوریې، او ملاتړو یې ایران او روسیې په دوما کې د کیمیاوي برید راپورونه رد کړي او دا یې له ځانه جوړ شوي بللي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دا ادعاوې پارونې بللي او زیاته‌یې کړه چې د روسیې پوځي متخصصانو د برید په سیمه کې د کلورین زهرجن ګاز یا د بلې کومې کیمیاوي مادې نښې نېښانې نه‎دي موندلي.

د فرانسې ولسمشر او جرمني مشرانو هم ټینګار کړی چې د سوریې په دوما کې د کیمیاوي برید د عاملینو په وړاندې به ګډ او قوي عکس‎العمل وښيي.

XS
SM
MD
LG