د سوریې حکومت او متحد یې مسکو ادعا کوي چې نن دوشنبه په سوریه کې پر یوې هوایي اډې برید اسرائیلي الوتکو کړی دی.
د سوریې دولتي رسنۍ سنا د سوریې پر حکومتي پوځي اډې «تي فور» د برید راپور ورکړ، خو د تلفاتو په اړهیې دقیق معلومات نهدي ورکړي.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې بیا ویلي چې لږ تر لږه ۱۴ حکومت پلوه جنګیالي وژل شوي چې ایراني ځواکونه هم پهکې شامل دي.
د سوریې حکومت او مسکو ادعا کړې چې دا برید اسرائیلي الوتکو کړی دی.
د روسیې خبري اژانسونو د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله لیکلي چې وایي، دوو «F-15» ډوله اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان له هوایي حریم څخه په استفادې دا برید کړی دی.
دغه اژانسونه زیاتوي، د سوریې هوایي دفاعي سیستم له اتو ویشتل شویو توغندویو څخه پنځهیې په هوا کې شنډ کړي دي.
په راپورونو کې راغلي چې په دغو بریدونو کې د روسیې پوځي سلاکارانو ته زیان نهدی رسېدلی.
د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند د دې ادعا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه سمدسي څه نهشي ویلی.
اسرائیلو تر دې وړاندې د سوریې پر پوځي ساحو او د ایران په ملاتړ مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
د سوریې سنا خبري اژانس په لومړي سر کې پر «تيفور» هوایي اډې په برید کې د امریکا نوم اخيستی و، خو وروستهیې په دې کار کې د امریکا د لاس لرلو هېڅ یادونه نهده کړې.
پنټاګون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې امریکا اوسمهال په سوریه کې هوایي بریدونه نهکوي.
دغه برید داسې مهال کېږي چې د سوریې په دوما ښارګوټي کې د اپرېل د اوومې نېټې برید چې ادعا کېږي کلورین ګاز پهکې کارول شوي وو، له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شو.
ویل کېږي دا برید د سوریې حکومتي ځواکونو دمشق ته نږدې په دوما ښارګوټي کې کړی چې دا په ختیځ کې د حکومت د وسلهوالو مخالفینو تر واک لاندې وروستی ښارګوټی دی.
ځیني راپورونه وایي، په هغه برید کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
سوریې او متحدینو یې روسیې او ایران دا راپورونه رد کړي او هغهیې جعلي بللي دي.
د اپرېل په اتمه د امریکا او فرانسې ولسمشرانو د سوريې په دوما ښار کې د دغه مشکوک کیمیاوي برید له امله، د سخت عکسالعمل ښودلو ګواښ وکړ.
دغو دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد باید د بشري حقونو د سرغړونو د دوام له کبله مسؤل وپېژندل شي.
اخوا د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس پرون یکشنبه په واتیکان کې د سوریې د یادې پېښې په اړه خواشیني وښوده.
اروپايي ټولنې ویلي چې د شواهدو له مخې دا د سوریې د رژیم لهخوا د کیمیاوي وسلو یوه حمله وه.
دې ټولنې له ایران او روسیې غوښتي چې په اسد باندې له خپل نفوذه په کار اخیستو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د بریدونو مخه ونیسي.
فرانسې بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.
فرانسې په پرلهپسې ډول خبرداری ورکړی چې په سوریې کې د نورو کیمیاوي وسلو د کارېدو شواهد له سرې کرښې تېرېدل دي او کولای شي چې د فرانسې د پوځي بریدونو سبب شي.
روسیه او ایران د سوریې په اووه کلنه جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی دی.
په دې جګړو کې سلګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.