د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

د روسیې چارواکو د یوې بریتانوۍ ورځپاڼې راپور رد کړی


د روسیې چارواکو د یوې بریتانوۍ ورځپاڼې هغه راپور رد کړی چې وايي، د اعصابو هغه فلج کوونکي کیمياوي مواد چې په انګلستان کې پر پخواني روسي جاسوس په برید کې کارول شوي، د ولګا د سیمې د شیخاني په نوم له یوه تحقیقاتي پوځي مرکز څخه تر لاسه شوي دي.

د ټایمز ورځپاڼې په دې وروستیو کې د بریتانیا د امنیتي سرچینو په حواله وویل، دوی باور لري، هغه کیمياوي مواد چې پر پخواني روسي جاسوس برید کې کارول شوي او بریتانوي چارواکو «د نويچوک» په نوم پېژندلي، د مسکو په اته سوه کیلومترۍ کې جنوب ختیځ لور ته په پراته د شیخاني په ښارګوټي په پوځي تاسیساتو کې جوړ شوي او هلته ساتل شوي وو.

د شیخاني ښارګوټی د عضوي کیمیا او ټیکنالوژۍ په برخه کې د روسیې د ساینسي څېړنو د دولتي انستیتیوت یوه څانګه لري.

د کیمیاوي وسلو یو متخصص همیش ډي بریټن- ګورډن دې ورځپاڼې ته ویلي، هغه استخباراتي معلومات چې ده لیدلي، په کې په واضحه توګه د شیخاني د تاسیساتو یادونه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پوځي تاسیساتو کې د زېرمه شويو نويچوک کیمياوي موادو کمیت د بریدونو لپاره کافي دی، خو د پوځي عملیاتو لپاره بیا ډېر کم دي.

بریټون ګورډن ټایمز ته ویلي، هېڅ داسې شواهد نه شته چې دا اعصاب فلجوونکي کیمياوي مواد دې د پخواني شوروي د وخت له نورو لابرتوارونو لکه ازبکستان یا اوکراین څخه انګلستان ته انتقال شوي وي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د بریتانوي ورځپاڼې دا راپور رد کړی دی.

سرګي لاوروف ویلي، د بریتانوي ورځپاڼې دا ادعا ښيي چې بریتانوي چارواکي د خپلې بې بنسټه ادعا د تأیید لپاره هره ورځ هڅه کوي.

روسیې په کلکه د مارچ په پیل کې په هغه کیمياوي برید کې لاس لرل رد کړي چې په بریتانیا کې یو پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا د اعصابو په فلجوونکو موادو مسموم شول.

دا پېښه چې بریتانیا یې پړه د روسیې پر دولت واچوله، ددې سبب شوه چې بریتانیا او تر شلو زیات لوېدیځ متحدان یې له خپلو هېوادونو څخه تر ۱۵۰زیات روسي ډیپلوماتان اوباسي.

میخایل بابيخ چې په ولګا سیمه کې د کرملین استازی او د کیمياوي بې وسلې کولو د دولتي کمېسيون پخوانی غړی دی، د روسیې رسنیو ته ویلي چې د شیخاني تحقیقاتي تاسیسات اوس د زراعتي کیمياوي څېړنو لپاره کارول کېږي.

نوموړي ویلي چې په دې تاسیساتو کې کیمياوي وسلې نه شته.

د میخایل په وینا، په هغو سیمو کې چې کیمياوي وسلې وې، هغه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

د ۲۰۱۷ میلادي کال په سپټمبر کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ویلي وو چې مسکو خپلې کیمياوي وسلې له منځه وړي.

خو د ویل میرضاینوف په نوم یو ساینس پوه چې اوس امریکا کې اوسي او د لومړي ځل لپاره یې نويچکوک په نوم د کیمياوي وسلې موجودیت په ډاګه کړ، وايي چې د اعصابو دا فلجوونکي مواد د پخواني شوروي څېړونکو په شیخاني پوځي تحقیقاتي مرکز کې جوړ کړي وو.

نوموړی وايي، اوس نه شي ویلای چې دا مواد له کومه بریتانیا ته رسېدلي، خو دا چې بریتانیا ولې روسیه ملامتوي، علت یې دادی چې د پخواني شوروي او بیا روسیې پرته بل هېڅ هېواد د دې موادو په جوړولو کې دومره تجربه نه لري.

XS
SM
MD
LG