بریتانیا پرون پنجشنبه په بحرین کې د یوې اډې په پرانېستو سره له څلورو لسیزو وروسته په منځني ختیځ کې لومړۍ دایمي اډه پرانېسته.
بریتانیا به د دې اډې په ترلاسه کولو سره د نړیوالې بارچالانۍ په دې مهمه سیمه کې پیاوړی حضور ولري.
د بحرین په مینا سلمان بندر کې د بریتانیا په سمندري پوځي اډه کې به د سلطنتي سمندري ځواکونو شاوخوا ۵۰۰ سرتېري دېره وي.
د بریتانیا د پوځ چارواکي وايي چې بریتانوي ځواکونه به له دې وروسته وکولی شي چې په خلیج کې د اوږدې مودې لپاره پوځي عملیات وکړي او همدا راز د کښتیو لپاره به د انجینرۍ او لوژستیکي ملاتړ خدمات ترسره کوي.
د بریتانیا د پوځي ځواکونو یوه جګپوړي قوماندان ویلي دي چې د بریتانیا هدف په سیمه کې د سمندري امنیت ټینګول کول دي.
په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه اډه هم شته.