د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوالې ادارې د چهارشنبې په ورځ په پراګ ښار کې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د روسیې استازي وړاندیز وکړ چې د روسیې د پخواني جاسوس سرګي سکریپال د مسمومیت د قضیې تحقیقات دې د بریتانیا او روسیې له لوري په ګډه وشي.
پر دې وړاندیز رأیې واخیستل شوې او د روسیې وړاندیز رد شو.
د روېټرز اژانس د خبر لهمخې پهدې غونډه کې چې د تړلو دروازو تر شا وه چین، اذربایجان، سوډان، الجزایر او ایران د روسیې ملاتړ وکړ، ۱۷ هېوادونو ممتنع رأیه وکاروله، د امریکا متحده ایالاتو او د اروپایي ټولنې استازو مخالفه رأیه ورکړه.
د کیمیاوي وسلو د مخنیوي په نړیواله اداره کې د روسیې پر ضد رأیې وکارول شوې.
د پراګ په غونډه کې پرون چهارشنبه د بریتانیا د پلاوي یوه غړي په ټویټر کې لیکلي دي چې د مسکو دا هڅه د دې لپاره ده چې پام په بله واړوي او د روسیې استازي د پېښې په تړاو پوښتنو ته ځواب ورنهکړي.
بل لور ته په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د اپرېل په پنځمه د سکریپال د قضیې په اړه د ښکاره غونډې غوښتنه کړې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر غونډې یوه ورځ مخکې ویلي و، هیلهمند دی چې د کیمیاوي وسلو په نړیواله غونډه کې به د سکریپال د مسمومیت د قضیې له امله رامنځته شوی ډیپلوماتیک کړکېچ راکم شي.
پوتین د سې شنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر سره په انقره کې ګډې خبري غونډې ته وویل:
"ښکاره ده چې موږ له بشپړو تحقیقاتو سره علاقه لرو. موږ غواړو چې موږ ته په دې تحقیقاتو کې د ګډون اجازه راکړل شي."
بریتانیا وایي چې ۶۶ کلن سکریپال او د هغه ۳۳ کلنه لور یولیا د مارچ په څلورمه د روسیې له لوري د بریتانیا په سالزبري ښار کې مسموم شوي دي.
د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د نړیوالې ادارې څېړونکو د سیمې له ځایه توکي اخیستي دي او ځانګړو لابراتوارونو تهیې د څېړنې لپاره وړي دي، خو تر اوسهیې نتیجه نهده راوتلې.
د بریتانیا په پورټون ډون ښار کې د ساینس او ټکنالوژۍ د دفاعي لابراتوار رئیس «ګاري اتکین هد» د چهارشنبې په ورځ له سکای نیوز سره په مرکه کې وویل:
"موږ له خپل لوري توانېدلي یو چې دغه مواد نوویچوک تشخیص کړو، دا له نظامي نظره د اعصابو د فلج کولو مواد دي."
بریتانیا وایي چې پخوا هم روسیې د نوویوچک مواد د دولت په کچه په ترورونو او د جاسوسانو پر ضد کارولي دي.