د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

روسیې د یو شمېر غربي هېوادونو د ډیپلوماټانو د ایستلو امر کړئ


د روسیې حکومت پرون جمعه په مسکو کې د یو شمېر غربي هېوادونو سفیران احضار کړل او د سفارتونو د کارکونکو د شمېر د کمولو مکتوبونه یې ورته وسپارل.

روسیې ویلي، دا کار يې د متقابل - ډیپلوماټیک اقدام په توګه، له یوشمېر غربي هېوادونو د خپلو ډیپلوماټانو د شړل کېدو په ځواب کې کړی دی.

یو شمېر غربي هېوادونو په وروستیو کې پر روسیې تور پورې کړ چې په بریتانیه کې د یوه پخواني، روسي جاسوس، سرګې سکریپال او د هغه د لور، یولیا په مسمومېدو کې لاس لري او له دې امله یې د روسیې د ډيپلوماټیک ماموریت د ډېرو غړیو د شړلو پرېکړه وکړه.

د کرېملېن ویاند، دیمتري پسکوف پرون جمعه وویل چې پر مسکو فشار و څو غربي ډيپلوماټانو ته د وتلو و وايي ځکه په دې وروستیو کې لږترلږه ۱۵۰ روسي ډيپلوماټان له یوشمېر غربي هېوادونو ایستل شوي دي.

پسکوف پرون په مسکو کې خبریالانو ته وویل:

دیمتري پسکوف
دیمتري پسکوف

"روسیې هېڅ کله ډیپلوماټیکه جګړه نه ده پېل کړې، ولسمشر پوتین له پيله، د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو پراختیا غوره ګڼله او ګڼی یې."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د مارچ پر نهه ویشتمه نېټه وویل چې مسکو به هغومره شمېر ډيپلوماټان له خپلې خاورې وشړي چې یوشمېر غربي هېوادونو ایستلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې یوه ورځ وروسته، بریتانیې ته یوه میاشت وخت ورکړ چې په مسکو کې خپل ډيپلوماټیک ماموریت وسکڼي او د کارکونکو شمېر یې په لندن کې، د مسکو د ډيپلوماټیک ماموریت د غړیو له شمېر سره برابر کړي.

خو دا چې څومره روسي ډيپلوماټان په لندن کې پاتې دي، نه دي څرګند شوی.

د روسیې دبهرنیو چارو وزارت وايي، پرون يې په مسکو کې د بریتانیې سفیر احضار کړ او د هغه هېواد پر جنجال پاروونکو اوبې اساسه کارونو يې خپل اعتراض ورته وړاندې کړ.

لندن پر مسکو تور پورې کړی چې د سرګې سکرېپال او د هغه د لور یولیا په مسمومېدو کې لاس لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پولند څلورو ډيپلوماټانو ته یې د وتلو ویلي ځکه په وارسا کې حکومت، له بریتانیې سره د همږغۍ لپاره، څلور روسي ډيپلوماټان له خپلې خاورې ایستلي دي.

د چک جمهوریت، ایټالیا، استونیا، لیتوانیا او فنلند حکومتونو هم ویلي چې په روسیه کې د هغوی ډيپلوماټانو ته دوتلو سپارښتنه شوې ده.

د بریتانیې چارواکو ویلي چې د روسیې له لوري وروستی اعلان په مسکو کې د دوی ډیپلوماټیک حضور محدودوي او له دې امله یې خواشیني څرګنده کړې ده.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت یو یادداښت چې پرون خپور شو، وایي چې د روسیې دا کار دا حقیقت نه شي بدلولائ چې روسیې د بریتانیې پر خاوره د دوو وګړو په مسمومولو کې لاس درلود او د هغوی د وژلو هڅه یې کړې ده.

د روسیې حکومت د پنجشنبې په ورځ په سنت پیټرس بورګ ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ د بندولو حکم وکړ.

XS
SM
MD
LG