د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

لاوروف: د سوريې له ختیځې غوطې څخه تقریباً ټول وسله وال انتقال شوي


د روسيي د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سوريې له ختیځې غوطې څخه تقریباً ټول وسله وال انتقال شوي او د سوريې پوځ اوس ددې سیمې ۹۰ په سلو کې په واک کې لري.

دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون پنجشنبه په مسکو کې د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن دمسټورا سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

نوموړي وویل، هڅې روانې دي چې په ختیځه غوطه کې ژوند نورمال حالت ته وګرځي.

له وسله والو یاغیانو څخه د ختیځې غوطې د بېرته نیولو عملیات د سوريې په ۷ کلنه جګړه کې تر ټولو خونړي بلل کېږي.

دغه راز له حلب څخه وروسته د ختیځې غوطې نیول د سوريې د پوځ لپاره چې د روسيې هوايي ځواک يې ملاتړ کوي، لوی بری یاد شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د غوطې په جګړه کې څه د پاسه ۱۶ سوه ملکیان وژل شوي او زرګونه نور خلک دا مهال له لوږې، روغتیايي اسانتیاو او سرپنا د نه لرلو له ستونزو سره مخ دي.

که څه هم لوېدیځ هېوادونه وتوانېدل چې په تېره فبرورۍ کې په ملګرو ملتونو کې په غوطه کې د بشري مرستو د رسېدو او وېش لپاره د اوربند یو پرېکړه لیک تصویب کړي، خو دې هڅو نتیحه ورنه کړه.

د روسيې په منځګړتوب له ختیځې غوطې څخه د وسله والو د انتقالولو د معاملې له مخې، زرګونه وسله وال او د هغوی د کورنیو زرګونه غړي، د سوريې بل ښار ادلب ته انتقال شوي دي.

روسیه وايي، په ختیځه غوطه کې اوس یوازې د جیش الاسلام ډلې وسله وال پاتې دي چې له سیمې څخه يې د وتلو په اړه خبرې روانې دي.

په همدې حال کې د سوريې دولتي ټلویزیون ویلي چې جیش الاسلام ډلې ته درې ورځې وخت ورکړل شوی دی چې له سیمې ووځي، کنه د سوريې پوځ به د سیمې د تصفيې لپاره تهاجمې عملیات پیل کړي.

XS
SM
MD
LG