د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون پنجشنبه په مسکو کې له خپل چینايي سیال سره د کتنې پر مهال وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي په هغو مسایلو کې چې ګڼ هېوادونه پهکې ښکېل دي، په یوازې سر اقدام وکړي.
لاوروف له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه او د اقلیمي بدلون نړیواله موافقه چې د ۱۶۶ هېوادونو له خوا لاسلیک شوه، د مثال په توګه یاد کړل او ویې ویل چې متحد ایالات د نورو هېوادونو له رضایت سره-سره په هغو کې د بدلون راوستو هڅه کوي.
لاوروف وویل، دا له ډيپلوماسۍ سره هېڅ راز ارتباط نهلري، بلکې د امریکا د ګټو د ترلاسه کولو او د نورو هېوادونو د ګټو پر ضد د زور له لارې اقدام دی.
هغه زیاته کړه چې روسیې او چین په پرلهپسې ډول د ټولو ښکېلو اړخونو ګټو ته د پاملرنې له لارې مثبتو سازشونو ته تیاري ښودلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې روسیې تل د مهمو نړیوالو مسایلو د حللپاره مستقیم ډيالوګ ته تیاري ښودلې او هېڅکله له خبرو نهده تښتېدلې، بلکې دا امریکا ده چې د ده په وینا له خبرو تښتي.
لاوروف وویل چې د ایران د اټمي موافقې په اړه خبرو څو کاله وخت ونیو او زیاته یې کړه، د روسیې دریځ دا دی چې په یو اړخېز ډول په دې موافقې کې هر راز بدلون به له ټولو اصولو او د امنیت شورا له پریکړهلیک څخه د سرغړونې په معنا وي.
ایران هم دې ته ورته دریځ خپل کړی او پهدې موافقه کې له هر راز بدلون سره یې مخالفت څرګند کړی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ونګ لي پر متحدایالاتو د لاوروف له انتقاد سره خپل غږ غبرګ کړ، خو په خپلو څرګندونو کې یې تر ډېره امریکا ته د چین پر صادراتو د تعرفې د لوړېدو پر مسئله تمرکز وکړ.
ونګ لي وویل، نړیواله ټولنه باید په ګډه د امریکا له یو اړخېزو اقداماتو او د اصولو له ماتولو سره مخالفت وکړي.
ولسمشر ټرمپ د ایران د اټمي موافقې په مسئله کې له اروپايي هېوادونو غوښتي دي چې د دې موافقې هغه برخې چې د ده په وینا خطرناکې نیمګړتیاوې وې اصلاح کړي.
بریتانیا، فرانسې او جرمني د متحدایالاتو ترڅنګ پر دې موافقه لاسلیک کړی دی.
ټرمپ په ځانګړي ډول پر دې انتقاد کوي چې ولې په موافقه کې د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام د محدودولو غوښتنه نهده شوې او د یورانیمو د غني کولو پر پروګرام او ځینو نورو اټمي فعالیتونو د محدودیت مهلت له لسو کلونو وروسته ختمېږي.
د دې محدودیتونو په بدل کې پر ایران د لویدیځو هېوادونو لهخوا د لګول شویو بندیزونو د نرمېدو ژمنه شوې ده. ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی دی چې که له ایران سره په تړون کې دا نیمګړتیاوې اصلاح نهشي، نو متحد ایالات به یې له خپلې خوا فسخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا اروپايي متحدان هڅه کوي چې د ټرمپ د ادارې اندېښنې لهمنځه یوسي.