د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ غویی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۰

سوريه: حمص ته نږدې پر یوې هوايي پوځي اډې توغندي لګېدلي


د سوريې دولتي رسنیو نن دوشنبه وویل، مرکزي ولایت حمص ته نږدې پر یوې هوايي پوځي اډې توغندي لګېدلي دي چې یو شمېر کسانو ته‌يې مرګ‎ژوبله اړولې ده.

که څه هم د سوريې سانا خبري اژانس په لومړي سر کې وویل چې ښايي د میزایلو دا برید امریکا کړی وي، خو وروسته‌يې بیا متحده ایالاتو ته کومه اشاره ونه‎کړه.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې په سوریه کې يې د میزایلو برید نه‎دی کړی.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي دي چې وضعیت له نږدې څاري او د هغو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي چې د قانون منګولو ته د هغو کسانو د راښکلو لپاره کېږي چې په سوریه کې يې کیمیاوي وسله کارولې ده.

د سوريې رسنیو د دې هېواد د پوځ په حواله ویلي دي چې دافع هوا سیستم‌يې اته میزایل په هوا کې له‎منځه وړي دي.

په سوریه کې د میزایلو د برید خبر یوه روځ وروسته تر هغې خپرېږي چې د امریکا او فرانسې ولسمشرانو د سوريې په دوما ښار کې د مشکوک کیمیاوي برید له امله چې ویل کېږي لسګونه کسان په‎کې وژل شوي دي، د سخت عکس‎العمل ښودلو ګواښ وکړ.

XS
SM
MD
LG