د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

ټرمپ: روسیه او ایران د اسد په څېر له یوه «ځناوره» د دفاع په خاطر مسؤل دي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوریې په دوما کې په یوه برید کې د لسګونه کسانو تر وژل کېدو وروسته روسیه او ایران محکوم کړي دي.

د امریکا ولسمشر د سوریې په دوما کې د ملکیانو په مرګ‎ژوبلې غصه ښکاره کړې ده.

ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:

"ولسمشر پوتین، روسیه او ایران د بشار الاسد په څېر له یوه «ځناوره» د دفاع په خاطر مسؤل دي او تاوان به‌یې ورکړي."

د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه په ټویټ خپرې شوې چې په سوریه کې فعالانو او اپوزېسیون وویل چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې وروستۍ سیمې دوما کې د کیمیاوي وسلو برید شوی او لسګونه کسان په‎کې وژل شوي دي.

د مخالفینو د ژغورونکو یوې ډلې چې د ملکیانو د دفاع په نوم کار کوي او په سپین خولیو مشهوره دي ویلي:

"یوې هلیکوپټرې پرون ناوخته له زهري موادو ډک بېرل په دوما وغورځاوه چې په نتیجه کې یې د ډېرو کسانو ساه تنګه شوه او مړه‌یې کړل."

په پرونیو راپورونو کې د دوما سیمې د وژل شویو په اړه شمېرې ضد او نقیض وې او د ملکیانو د ژغورنې ډلې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰ تر اویا تنو بللی دی.

د دې ډلې په خبره په قربانیانو کې د کیمیاوي حملې نښې لیدل کېږي له خولو یې زږونه ځي او سترګې یې په غیر عادي توګه غټې شوې ډي.

دا راپور د کومې خپلواکې سرچینې له‎خوا نه‎دی تأیید شوی او روسیې او سوریې جعلي بللی دی.

خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې د اسد ځواکونو دوما سیمې ته د کیمیاوي وسلو د څارونکو او د روغتیايي ټیمونو د رسېدو مخه نیولې ده.

ټرمپ په ټویټ کې لیکلي:

"کومه سیمه چې جنایتونه په‎کې شوي تړلې ده او د سوریې حکومتي ځواکونو محاصره کړې ده. دا سیمه فوراً د روغتیايي کارکوونکو او څېړونکو په مخه خلاصه کړئ. یو بل له دلیل پرته انساني ناورین چې ډېر سخت دی."

اخوا د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس پرون یکشنبه په واتیکان کې د سوریې د یادې پېښې په اړه خواشیني وښوده.

پاپ فرانسېس
پاپ فرانسېس

نوموړي زیاته کړه:

"له سوریې د بمبارۍ بد خبرونه رارسېدلي چې لسګونه کسان په‎کې وژل شوي دي. ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي او یو شمېر هم په کیمیاوي موادو د ککړ بم له امله اغېزمن شوي دي. موږ د ټولو قربانیانو او غمجنو کورنیو ته دعا کوو."

اروپايي ټولنې ویلي چې د شواهدو له مخې دا د سوریې د رژیم له‎خوا د کیمیاوي وسلو یوه حمله وه.

دې ټولنې له ایران او روسیې غوښتي چې په اسد باندې له خپل نفوذه په کار اخیستو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د بریدونو مخه ونیسي.

فرانسې بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو لو دریان پرون یکشنبه ناوخته وویل چې امنیت شورا باید ژر د ختیځې غوطې دا برید وڅېړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو لو دریان
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو لو دریان

​د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا د هر ډول پوځي اقدام په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې لاسوهنې نه‌منونکې دي او بد عواقب به ولري.

د دغه وزارت په بیان کې راغلي چې په دوما سیمه کې د کیمیاوي حملو راپورونه ناسم او پاروونکي دي او هدف‌یې له بهره د احتمالي بریدونو توجیه ده.

ایران هم په ځان پورې تورونه رد کړل او هغه‌یې د اسد د رژیم پر ضد دسیسې او د لوېدیځ د بریدونو لپاره یوه پلمه وبلله.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG