د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

اتمر: د وسله والو د حملو زیاتوالی د سولې هڅې له خنډه سره نشي مخ کولی


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، وسله وال طالبان باید په دې پوی شي چې جګړه ګټلی نه شي.

ښاغلي اتمر دا خبره پرون په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ ته په وینا کې وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل، وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر طالبانو ته د سولې وړاندیزونه کړي، دې ډلې کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو جګړه او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز ته رسمي ځواب نه دی ویلی، دوی لا هم په خپل منځ کې مشوره کوي، خو د خواشینۍ وړ حقیقت دا دی چې جنګ او تاوتریخوالی د سولې له وړاندیزه وروسته زیات شوی دی، نو په زغرده ښکاري چې د طالبانو په منځ کې داسې عناصر شته چې سوله نه غواړي، دا حالت زموږ د هلوځلو مخه نه شي نیولی، موږ د سولې ستراتیژۍ ته دوام ورکوو او په عین حال کې له ترورېزم سره د مقابلې لپاره خپل امکانات او وړتیاوې زیاتوو."

افغان طالبان
افغان طالبان

اتمر په عین حال کې وویل چې د سولې وړاندیزونه په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره شوي دي.

د افغانستان ولسمشر د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو ته د سولې یو شمېر وړاندیزونه وکړل.

ده وویل، د افغانستان د ملي یووالي حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره اوربند وکړي او د دوی تحریک د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني؛ که طالبان وغواړي چې په اساسي قانون کې ځینې مواد تغییر شي، کېدای شي پرې غور وشي.

کابل پروسې ناسته
کابل پروسې ناسته

ښاغلي غني همداراز وویل، د افغانستان حکومت په هېواد کې دننه د طالبانو د دفتر له پرانیستل کېدو، د ازاد سفر په خاطر د پاسپورټونو له صادرېدو، د دوی د بندیانو د خوشي کېدو، د رسنیو د فعالېدو او د هغوی د کورنیو له استوګن کېدو سره موافق دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د واشنګټن د سولې په انسټیټیوټ کې وویل، افغانستان له څو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو شبکو سره مخامخ دی، او سولې ته د طالبانو په راوستلو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې بهرني تروریستان له پناه اخیستلو محروم کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویندوی قادرشاه ازادي راډیو ته وویل چې اتمر تر امریکا وړاندې دوه ورځې په جرمني کې تېرې کړې.

د قادرشاه په وینا د ملي امنیت سلاکار به د امریکا د درې ورځیني سفر په لړ کې له بېلابېلو جګپوړو امریکايي چارواکو سره وویني.

XS
SM
MD
LG