د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

عبدالله: سوله د افغان مېرمنو د حضور او د حقونو له تأمین پرته امکان نه‌لري


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، سوله د پردې تر شا او د افغان ښځو له حضور پرته چې نیمايي ټولنه جوړوي نه‌شي ټینګېدای.

عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۱۸» د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې له وړاندیزه نه په شا کېږي، خو سوله د پردې تر شا او د ښځو له حضور پرته ناممکنه ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې افغان حکومت په ټولو ملي پروسو کې د ښځو مهمو ونډو ته پام کړی او د سولې په برخه کې هم باید ډاډه وي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان خلک د سولې هیله لري، حکومت خپل غږ پورته کړی او وړاندیز یې هم کړی او په نورو پړاونو کې به د افغانستان خلک په جریان کې وي، سوله د پردې تر شا د خلکو او د ټولنې د نیمايي نه د زیات نفوس په غیاب کې عملي، ممکن او مطلوبه بېخي نه‌ده."

د ښاغلي عبدالله په خبره کله چې یوه ډله جګړه پرېږدي او غواړي له سیاسي لارو خپلو هدفونو ته ورسېږي، که د ښځو حقونو ته درناوی نه‌کوي، نو افغان مېرمنې دې ډاډه وي چې داسې یوې ډلې ته څوک رأیه نه‌ورکوي.

افغان حکومت د کابل پروسې په ناسته کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د حکومت له دغه وړاندیز وروسته د افغان ښځو د شبکې په ګډون د ښځو یو شمېر ملاتړو بنسټونو له افغان حکومته وغوښتل چې د سولې په پروسه کې د مېرمنو په ترلاسه شویو حقونو معامله ونه‌کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو او د ښخو د حقونو ښځینه فعالانو چې دوی هم د سپېدار په ماڼۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسب جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی و د ښځو ونډې ته د نه‌پام له کبله پر حکومت تندې نیوکې وکړې.

د ولسي جرګې غړې هیلۍ ارشاد وویل چې تر اوسه د افغان مېرمنو په برخه کې د حکومت ډېرې ژمنې د شعار تر بریده پاتې دي او د سولې په پروسه کې هم دوی د خپلې ونډې په اړه ناهیلې دي.

له دې ټولو سره سره د افغان ښځو شبکه وايي، افغان حکومت باید له ښځو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د دغې شبکې غړې عادلې امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې د سولې ټینګښت د افغان مېرمنو د ژوند په ښه‌والي کې هم مهم رول لري، خو په خبره‌یې چې له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې په پروسه کې د ښځو د حقونو خوندیتوب هم باید یقیني شي.

امرخېل: په سوله د مېرمنو حقوق باید خوندي شي.
امرخېل: په سوله د مېرمنو حقوق باید خوندي شي.

مېرمن امرخېل زیاتوي:

"سوله خو د هر افغان چې په هر ځای کې وي یوازنی ارمان دی او نور ټول له جګړو ستړي شوي، دا زموږ لومړنۍ او ډېره مهمه غوښتنه ده، خو دا چې کله سوله راځي موږ غواړو چې د ښځو حقونه هم په‌کې خوندي پاتې شي."

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي هم ویلي و چې مېرمنې د سولې په شورا کې سمبولیک رول لري او په مهمو پرېکړو کې ونډه نه‌ورکول کېږي، خو اجرائیه رئيس وايي د ملي یووالي حکومت د ښځو د ارمانونو پوره کېدو او په بېلابېلو برخو کې د دوی د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG