د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

رولا غني: افغان مېرمنو ته باید دولتي ادارو کې لازمه ونډه ورکړل شي


د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني په داسې حال کې چې په ټولنه کې د ښځو نقش مهم ګڼي دا هم وايي چې افغان مېرمنې له ستونزو سره مخ دي.

د افغان ولسمشر مېرمن رولا غني وايي، افغان مېرمنې باید له اقتصادي پلوه پر ځانونو بسیا او په ولایتي ادارو کې لازمه ونډه ورکړل شي.

مېرمن غني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې "په سوله او پراختیا کې د ښځو د پیاوړتیا " تر نامه لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې وویل، افغان مېرمنې باید په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګې چارو کې څرګند نقش ولري.

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولاغني.
د افغانستان لومړۍ مېرمن رولاغني.

نوموړې زیاته کړه:

"هغه مېرمنې چې له ولایتونو څخه راغلي، اصلاً کار کوي، دا سمه ده چې موږ په کابل کې کار کوو، خو اصلي ستونزې په ولایتونو کې دي، موږ ژمنه کوو چې مرستې ورسره وکړو، څو په افغانستان او په ځانګړې توګه په لیرې پرتو ولایتونو کې وضعیت ښه شي."

مېرمن غني دا هم وویل، که څه هم په وروستیو کلونو کې افغان مېرمنو پرمختګونه کړي خو په ځینو ولایتونو کې اوس هم ستونزې ګالي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان نجونې او ښځې په یو شمېر ولایتونو کې د کورنیو د ناوړه دودونو له امله حتی ښوونځیو ته هم نه‌شي تللی.

پخوا تر دې د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلي چې اوس‌مهال په دولتي ادارو کې ۳۰ فیصده ښځې کار کوي نهه فیصده‌يې د رهبرۍ په کچه دي.

بل‌خوا دغه کنفرانس ته له ولایتونو څخه راغلیو ځینو ښځو، شکایت درلود چې په ټولنیزو چارو کې د ښځو ونډه کمرنګه ده.

د پکتیا ولایت د ښځو شبکې مشرې ماهره احمدزۍ ازادي راډیو ته وویل، د دغه ولایت په ادارو کې یوه ښځه هم نه‌لیدل کېږي.

نوموړې زیاته کړه:

"د پکتیا ولایت په یوه ارګان کې هم زموږ کومه خور کار نه‌کوي، یوازې د ښځو چارو په ریاست کې ۳ یا ۴ ښځې کار کوي."

د خوست د ولایتي شورا غړې زهرا جلال هم ورته خبره وکړه.

دوی وویل ناوړه دودونه د دې سبب شوي چې د دغو ولایتونو نجونې ښوونځیو ته لاړې نه‌شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر، په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د ښځو پر نقش ټینګار وکړ او ویې‌ویل تر هغې چې په ټولنیزو چارو کې ښځې فعاله برخه وانه‌خلي، تل‌پاتې پراختیا هېڅ معنی نه‌لري.

سیما سمر.
سیما سمر.

مېرمن سمر زیاته کړه:

"دا په دې دلیل چې موږ باید هڅه وکړو، څو د ژوند په ټولو برخو کې لکه په سیاست، عدالت او امنیتي چارو کې ښځې موجودې وي او که نه نو، تل‌پاتې پراختیا نه‌شته او هر څه به برسېرن وي او د پراختیا ادعا به مو، له زیان سره مخ وي."

د سیما سمر په خبره په دولتي ادارو کې د ښځو شتون فساد کم کړی او د دې لپاره چې نقش‌یې په ټولو برخو کې له دې هم زیات اوسي، په کار ده چې ظرفیتونه‌یې لوړ او زده‌کړو او تحصیل ته‌یې اسانتیاوې برابرې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG