د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

د توکیو په کنفرانس کې دې افغان میرمنوته د ګډون حق ورکړل شي


د افغان مېرمنو د شبکې مشره سمیرا حمیدي
د افغان مېرمنو د شبکې مشره سمیرا حمیدي
یوشمېرافغان میرمنې له دوه زره څوارلسم کال وروسته د خپل برخه لیک په باب اندیښمنې دي.

دوی د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړي؛ په راتلونکي کال کې دې، د ښځو حقونو ته لازمه پاملرنه وکړي.

د افغان میرمنو شبکه غواړي، چې د ښځو د وضیعیت د ښه کیدو لپاره د توکیو کنفرانس ته یولړ وړاندیزونه ولري.

دې شبکېې په همدی نیت د دوشنبی په ورځ په کابل کې یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده.

د دې شبکې مشرې سمیرا حمیدي خبریالانو ته وویل، چې پر یولړ پیشنهادونو سربیره داهم غواړي؛ چې د توکیو په کنفرانس کې دې افغان میرمنوته د ګډون پوره حق ورکړل شي:

″موږ د جاپان په کنفرانس کې د افغانستان په هیات کی د ښځو د دېرشو یا څلویښتو فیصدو د ګډون غوښتونکي یو.

موږ دا اندیښنه لرو، چې په ټولنه او نورو دولتی برخو کې د ښځو ونډه مخ په کمېدو ده.

بله اندیښنه دا ده، چې د دوه زره څوارلسم کال وروسته به افغان میرمنې څه برخه لیک ولري؟

ایا د دوی ملاتړبه وشي او د دوی د ظرفیتونو لوړولو ته به کاروشي؟″

افغان میرمنو دغه دوه ورځنۍ ناسته چې ″له بن څخه تر توکیو او له دوه زره څوارلسم کال وروسته د افغان میرمنو د برخه لیک″ ترنامه لاندې جوړه شوې، په لسګونو میرمنو په کې ګډون کړی دی.

ښه حکومتدارۍ، حساب ورکول، سوله او پخلاینه، د نړیوالې ټولنې کلکې ژمنې او د ښځو او نارینه ترمنځ برابرۍ د دې دوه ورځنۍ ناستې عمده موضوعګانې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین؛ چې ده هم جوړې شوې ناستې ته خبرې وکړې، په دې ډول ناستو کې یې د ښځو او مدني ټولنې برخه اخیستل وستایل او ویې ویل؛ چې د توکیو په کنفرانس افغان میرمنو ونډه ولري:

″هغه کنفرانس چې په راتلونکې میاشت کې په توکیو کې جوړیږي، نن په هماغه بحث کیږي. دلته یې اقتصادي اړخ مطرح دی. داغونډې ګټورې دي
تاسې د افغانستان د مدني ټولنې د یوه عمده جز په حیث د کنفرانس په یو بل اړخ کې مهم رول لوبولی شﺉ؛ چې هغه د مسالې سیاسي اړخ دی.″

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د افغان مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته هڅې شوي؛ خو اوس هم افغان میرمنې له ډول ډول ستونزو او په تیره له تاوتریخوالي سره مخ دي.

افغان میرمنې له دې اندیښمنې دي، چې کوم حقوق چې تراوسه ور په برخه شوی، ګواکې له د دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به ځنې بېرته واخیستل شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG