د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

اجرائیه ریاست: طالبان به یا سولې ته حاضرېږي او یا به ځپل کېږي


په اندونېزیا کې د افغانستان د سولې په اړه د علماوو د جوړېدونکي کنفراس سره د طالبانو تر مخالفت وروسته، د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې دغه ډلې کله هم په خپلواک ډول پرېکړه نه‎ده کړې.

د دغه ریاست ویاند مجیب رحیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تل په شان قضیو کې د پاکستان د فرمان له مخې پرېکړه کړې ده.

د نوموړي په خبره په راتلونکو څو ورځو او اونیو کې به د ترورېستي ‌ډلو د ځپلو په هدف پوځي عملیات پراخ شي.

مجیب رحیمي
مجیب رحیمي

ښاغلی رحیمي وايي:

"موږ دا اعلان وکړ چې له طالبانو او نورو ډلو سره د ثبات د ټینګښت لپاره له قید و شرط پرته د سولې خبرو ته چمتوالی لرو، دوه انتخابه موجود دي، طالبان به یا د سولې خبرو ته حاضریږي او یا به ځپل کېږي، د ځپلو او دغه شان د پوځي عملیاتو او د ترورېستي ډلو پر وړاندې له قوې نه استفاده په جدي توګه دوام لري او په راتلونکو ورځو او اونیو کې به لازیاته شي."

طالبانو یوه ورځ وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اندونیزیا کې د علماوو له ناستې سره مخالفت وښود.

د رپوټونو له مخې ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکي کې اندونیزیا د د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیايي علماوو د ناستې کوربه وي.

د اجرائیه ریاست ویاند وايي چې په دغه ناسته کې به افغان علما او د حکومت استازي هم ګډون وکړي.

د اندونیزیا د جمهور رئیس مرسیتال یوسف کالا چې څو اوونۍ وړاندې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې د ګډون په هدف کابل ته راغلی ویلي و چې د علماوو دغه ناسته به د مارچ د میاشتې له ۱۶ نه تر ۱۹ نېټې پورې د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې جوړه شي.

طالبانو په داسې حال کې د علماوو له دغې ناستې سره مخالفت ښودلی چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې پرته له کوم قید او شرطه طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ.

که څه هم طالبانو د وروستي وړاندیز په اړه څه نه‎دي ویلي خو وړاندې یې له افغان حکومت سره د سولې هر ډول خبرې رد کړي او د امریکا له متحدو ایالتونو سره یې پر خبرو ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایدې بیا ویلي چې امریکا ته د طالبانو د سولې وړاندیز ځکه منطقي دی چې د نوموړي په خبره د جنګ ستراتیژي په امریکا کې جوړه شوې ده.

خو د مرکزي او جنوبي اسایا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز ویلي چې طالبان باید دا ثباته کړي چې دغه ډله یووالی لري.

د نوموړې په خبره د طالبانو د یووالي د ثابتولو له تر ټولو ښه لار دا ده چې دوی د یوه مشخص ادرس له لارې د سولې خبرې پیل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي تېره ورځ هرات ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې لا تر اوسه د سولې د خبرو د پیل لپاره د طالبانو له لوري هېڅ ډول لیوالتیا نه‎ده ښودل شوې.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې برخه کې د بهرنیانو په همکارۍ تينګار لري.

د سیاسي چارو پوه فیض محمد ځلاند
د سیاسي چارو پوه فیض محمد ځلاند

د سیاسي چارو پوه فیض محمد ځلاند ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان ملاتړي باید د سولې د خبرو د زمینې برابرولو لپاره مځنګړیتوب وکړي:

"باید بهرنیان د افغان سولې په پروسه کې مداخله وکړي او هغه شرایط چې طالبان او افغانان یې غواړي د برابرېدو په برخه کې یې همکاري وکړي او زمینه دې ورته برابره کړي."

د ښاغلي ځلاند په خبره کې په اندونیزیا کې د افغان سولې لپاره ناسته کېږي طالبان یې باید مخالفت ونه‎کړي.

د نوموړي په خبره که دواړه خواووې واقعاً د سولې د ټینګښت غوښتونکي وي، باید له انعطافه کار واخلي او یو بل ومني.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG