د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د سولې شورا: له روسیې باید د سولې په پروسه کې استفاده وشي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، روسیه د سیمې پر وضیعت خپل اغېز لري او باید د سولې په پروسه کې ترې استفاده وشي.

د افغان حکومت، امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په مسئله کې د روسيې د منځګړتوب تر چمتووالي ښودلو وروسته، د افغانستان د سولې عالي شورا په یاده برخه کې د هغه هېواد رول اغېزمن بولي.

د یادې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وايي، روسیه له سیمه ییز نفوذه برخمنه ده او پکار ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې ترې استفاده وشي.

ښاغلي دین محمد د سې شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د کب په ۱۵ مه» ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان او روسیې اړیکې هم ښه شوي او که مسکو وغواړي، کولای شي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې مرسته وکړي.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

نوموړي وویل:

"روسیه زموږ ګاونډی او نېږدې هېواد دی او په سیمه خپل اغېز لري، سوله هم یوازې افغانستان ته نه، بلکې سیمې ته هم مهمه ده، د سولې په پروسه کې د روسیې موجودیت بې ګټې نه دی، د افغانستان د سولې په پروسه کې د روسیې له اثر او رسوخه استفاده د افغانستان په ګټه ده."

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تازه ویلي چې مسکو چمتو دی چې د افغان حکومت، امریکا او طالبانو تر منځ معتدل منځکړيتوب وکړي.

ښاغلي کابلوف ویلي، اوس وخت رارسېدلی چې افغانان په خپل هېواد کې له وینې تویولو لاس واخلي او سولې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د کابل ناستې په دوهم پړاو غونډه کې وویل، افغان حکومت له طالبانو سره له کوم قید او شرط پرته، خبرو کولو ته چمتو دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو یو شمېر رسنیو ویلي چې دغه ډلې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په حضور کې، د سولې خبرې بې مانا ګڼلې دي.

خو اوس پوښتنه داده چې د امریکا او روسیې اړیکو ته په پام سره ایا روسیه د افغانستان د سولې په پروسه کې منځګړی رول لوبولای شي؟

انتظار خادم
انتظار خادم

د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه انتظار خادم ورته ځواب وايي:

"زه په دې عقیده یم چې روسیه د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه او د طالبانو او حکومت تر منځ د منځګړي په برخه کې ګټور رول نه شي لوبولای، دا یو عملي وړاندیز نه دی، خو یو ښه اقدام دی چې د یو دوه اړخیزه او درې اړخیزه بحث لپاره باید زمینه برابره کړي، هغوی(روسیه) باید ځان مسؤل وګڼي او خپل اهداف په خطر کې ونه ویني."

طالبانو تر دې مخکې دوه ځلې له امریکا سره د سولې د خبرو غوښتنه کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې په ځواب کې ویلي چې دوی باید له امریکا سره نه، بلکې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم په دې ورستیو کې ویلي چې د ولسمشر غني له خوا د سولې لپاره وړاندې شوې طرحه د یوې عزتمندې سولې لپاره لار هواروي او له طالبانو یې غوښتي چې په دې اړه جدي غور وکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG