په کندز ولایت کې د دولت له لوري د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې د تصفیوي عملیاتو نهپيلېدو د دغه ولایت خلک سخت اندېښمن کړي او زیاتوي چې د هوا په ګرمېدو سره به په کندز کې امنیتي وضعیت نور هم نازک شي.
د کندز اوسېدونکي چې لاهم د دې ولایت د ښار شااوخوا سیمو کې وسلهوال مخالفین پراخ فزیکي حضور لري او وخت نا وخت پر وسلهوالو تحرکاتو لاس پورې کوي.
د دې ولایت خلک وايي، که چېرې دولت په دې ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل نهکړي او د دغه ولایت اړوند سیمې د هغوی له شتون څخه پاکې نهکړي، نو د هوا په ګرمېدو، د ځمکو او ونو په سمسورېدو سره به په دې ولایت کې امنیتي وضعیت نورهم کړکېچن شي.
د نوموړي ولایت یوه تن اوسېدونکي محمد صابر یوسفي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"هغه ژمنې چې دولتي چارواکو د کندز د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې له خلکو سره کړې وې تر اوسه پورې موږ د امنیت د ښهوالي شاهدان نهیو او کوم عملیات چې هم ترسره شوي دي کومه مثبته پایله نهلري."
د دوی د خبرو پر بنسټ چې په دغه ولایت کې موجوده نا امنیو د خلکو ورځنی ژوند له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړی، ځکه اوسمهال خلک په ډاډه زړه د دې ولایت ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته تګ راتګ نهشي کولای.
د کندز دوه تنه اوسېدونکي خوشحال خان کاکړ او حاجي اسلامالدین په دې اړه وايي:
"امنیت نهشته خلک د ښار له څلورو دروازو لیرې تللی نهشي، حتی د شپې لهخوا خلک په ښار کې هم نهشي ګرځېدلی ځکه خلک د امنیت احساس نهکوي او که هوا ګرمه شي او ځنګلونه شنه شي ښايي نور هم امنیتي وضعیت خراب شي، دولت باید د دې ولایت امنیتي وضعیت ته توجه وکړي."
"ځیني وخت چارواکي وايي چې ولسوالۍ نهده نيول شوې، ایا دا په دې معنی ده چې وسلهوال مخالفین د ولسوال پر کرسۍ کېني خلکو ته تذکرې توزیع کړي، د ولسوالۍ تر دېواله او د ولسوالۍ تر بېخه پورې خو رارسېدلي دي، نور د ولسوالۍ نیول نو څه رقم وي."
بلخوا د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ګډو ځواکونو د دې ولایت په کچه وسلهوالو مخالفینو ته کلکه ضربه ورکړې او نور هغوی دا ځواکمنتیا نهلري چې په دې ولایت کې پر مسلحانه تحرکاتو لاس پورې کړي.
په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان جنرال عبدالخلیل ضیايي په دې اړه وايي:
"څرنګه چې تاسې په جریان کې یاست امنیتي وضعیت په کندز کې په نورمال ډول جریان لري او کومه خاصه امنیتي ستونزه نهلیدل کېږي او وسلهوالو طالبانو سخته ماته لیدلې، نور هغوی د مسلحانه تحرکاتو توان نهلري"
د کندزیانو په وینا چې اوسمهال یوازې د کندز مرکز او د شپږو ولسوالیو مرکزونه د دولت تر واک لاندې دي، خو بیا د دې ولایت د درېیو تازه منظور شویو ولسوالیو برسېره د نوموړي ولایت ډېره خاوره د وسلهوالو مخالفینو تر حاکمیت لاندې ده، خو دولت تر اوسه پورې په دغه ولایت کې کومه پراخه سیمه د هغوی له شتون څخه نهده تصفیه کړې.
راپور: اجمل ارین