د فراه والي وايي، طالبان غواړي په لوېدیځه حوزه کې دا ولایت خپل مرکز وګرځوي، خو په وينا يې چې وسلهوال طالبان به هېڅکله دغه هدف ته ونهرسېږي.
که څه هم په لوېدیځ ولایت فراه کې ناسم امنیتي وضعیت د یو شمېر خلکو اندېښنې زیاتې کړي، خو تازه د دې ولایت والي محمد عارف شاه جهان وايي، وضعیت دومره هم خراب نهدی لکه څنګه چې یې په اړه تبلیغ کېږي.
ښاغلي شاه جهان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوال طالبان د ورځې لهخوا له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نهلري، خو د شپې لهخوا له پرمختللو وسلو څخه په ګټې اخیستنې پر افغان ځواکونو حملې کوي.
د ده په خبره، طالبان د دې لپاره چې فراه په لوېدیځه حوزه کې خپل مرکز وګرځوي، خپلو حملو تهیې زور ورکړی و، خو اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
ښاغلي شاه جهان زیاته کړه:
"طالبانو هڅه کوله چې فراه د یوه مرکز په توګه وکاروي، نو ځکهیې دلته نا امني رامنځته کوله چې په ټوله جنوب لوېدیځه حوزه کې یو اکمالاتي دهلېز جوړ کړي. دوی خپل پلانونه لري، دا ټول د دې لامل شوي چې دې ولایت ته د طالبانو او یا هم د دوی د ملاتړو پام جلب شي."
نوموړی وايي، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو د کمښت موضوعیې هم له مرکز سره شریکه کړې او هیله لري چې ژرتر ژره په دې برخه کې اقدامات وشي.
د فراه والي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې وسلهوالو طالبانو په دې ولایت کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
تر دې وړاندې د فراه د ولایتي شورا ځینو غړو له رسنیو په خبرو کې اندېښنه ښودلې وه چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ممکن دا ولایت د وسلهوالو طالبانو لاس ته ورشي.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه تر څنګ یو شمېر نور ولایتونه هم د ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي.
له دې وړاندې وسلهوالو طالبانو د خپلو حملو په ډېرولو سره وکولای شول چې په دوهم وار د کندز ښار ډېره برخه سقوط کړي.
اوس هم د شمالي ولایت بدخشان دوه او د بغلان یوه ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دي.
په فراه کې پرمختللو وسلو ته د طالبانو لاسرسی بله هغه اندېښنه ده چې د دغه ولایت والي یې هم نهردوي.
د فراه سیمهيیزو چارواکو تل په دې اندېښنه ښودلې ده، خو د ملي دفاع وزارت بیا په دې برخه کې د هر اړخیزو څېړنو ژمنه کړې ده.
له دې ټولو سره سره په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو یو شمېر استازي وايي، حکومت د فراه د امنیتي وضعیت په اړه خلکو ته رښتیني معلومات نهورکوي.
له ډلې يې سمیعالله صمیم ازادي راډیو ته وویل:
"په فراه کې امنیتي وضعیت ښه نهدی، طالبان رسماً د فراه په ولایت کې ګمرګ لري او موټر محصولوي او هغه خلک چې د روانو جګړو له کبله بېځایه شوي، له جدي ستونزو سره مخ دي."
اخوا د پوځي چارو کارپوه محمداګل مجاهد وايي چې په فراه کې د مخدره موادو قاچاق، له ایران سره د دغه ولایت ګډه پوله او په لوېدیځه حوزه کې د فراه مهم جغرافیوي موقعیت په دغه ولایت کې نا امنیو ته لاره هواره کړې ده.
د ښاغلي مجاهد په خبره، د فراه نا امني پر ټولې لوېدیځې حوزې بد اغېز لري، نو ځکه باید حکومت په دې برخه کې جدي او ګړندي اقدامات وکړي.
راپور: محمد حدیث پردېس