په ولسي جرګه کې د فراه استازي او د دغه ولایت د ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي، د فراه د مرکز په شااوخوا کې طالبان ځای پرځای شوي او که وضیعت ته پام ونه شي، نو د کندز ناورین به په کې رامنځ ته شي.
په فراه ولایت کې د ناامنیو زیاتېدل او حتی د دغه ولایت مرکز ته د وسله والو طالبانو نېږدې کېدو د ولسي جرګې، د نوموړي ولایت د ولایتي شورا ځیني غړي او د فراه اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي خبرداری ورکوي چې که د فراه امنیتي ستونزې حل نشي، د کندز له برخلیک سره چې دوه کاله مخکې د طالبانو له خوا سقوط شو، مخ شي.
د دغو استازو له ډلې محمد سرور عثماني فراهي د دغې جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل:
"فراه په ناوړه وضعیت کې ده، که ورته جدي پام ونه شي، طالبان د فراه ښار څو کیلومترۍ ته ځان نېږدې کړی، د کندز په څېر به سقوط وکړي، هره ورځ سلګونه کسان له منځه ځي، که چېرې دغه ښار سقوط وکړي، د کندز په څېر به ناورین رامنځته شي."
په ورته وخت کې د فراه د ولایتي شورا یوه غړي ګل احمد فقیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا مهال وسله والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز کې خپل خوځښتونه پيل کړي دي.
نوموړی وايي، وسله وال طالبان په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو په پرتله ښه تجهیزات لري او تجهیز شوي، د شپې له خوا پر امنیتي پوستو حمله کوي چې په ځینو برخو کې یې د مرکز په لور پرمختګ کړی دی.
ښاغلی فقیري زیاتوي:
"د فراه د ناامنه وضعیت په اړه خلک ډېره اندېښنه لري، وسله وال په پوستو بریدونه کوي او پولیس یې تباه کړل، امکانات او تجهیزات هم ډېر ناڅېزه دي، که دښمن ښار ته داخل شي، نو خلکو ته به ډېره بدبختي او تباهي واړوي."
فراه د هېواد په لويدیځ کې له نا امنو ولایتونو شمېرل کېږي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا د وکیلانو په خبره، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د دغه ولایت مرکز ته نېږدې سیمو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي.
په ورته وخت کې د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، د فراه ولایت مرکز ته نېږدې سیمو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه د اندېښنې وړ نه دي او اوس مهال تازه دمي سرتېري د دغې ډلې د ځپلو لپاره نوموړي ولایت ته رسېدلي دي.
بل خوا د افغانستان دفاع وزارت په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د زیاتېدو لامل هغو وسلو ته لاسرسی ښيي چې د ډیورند کرښې له هغې غاړې د دوی د ملاتړو له خوا دوی ته ورکول کېږي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه اوس مهال په فراه ولایت کې د وسله والو ډلو د ځپلو په هدف په عملیاتو بوخت دي او دغې ډلې ته یې درانه تلفات هم اړولي دي.
ښاغلی رادمنش وایي:
"زموږ عملیات په هغو ځایونو کې چې ګواښونه موجود دي، دوام لري، دغو عملیاتو ته دوام ورکوو او په راتلونکي کې هم پلان لرو چې په ټول توان سره د خلکو د ارامتیا او امنیت لپاره عملیات وکړو، څو په هېواد کې امنیت ټینګ شي."
خو د ولسي جرګې د امنیتي کمېسيون مرستیال عبدالحی اخندزاده بیا د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي، لازمو تجهیزاتو ته د دغو ځواکونو نه لاسرسی او په کشفي او استخباراتي ارګانونو کې شته کمزورۍ عمده ستونزې بولي.
ښاغلی اخندزاده وايي، که یادو ستونزو ته پاملرنه ونشي او عملیات شدت پیدا نه کړي، نو د فراه ولایت په ګډون يو شمېر نور ولایتونه د لازیاتو ګواښونو او حتی د سقوط له له خطر سره مخ کېدای شي.
راپور: واصل وصال