د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۷

په کندز کې تعلیمي کال د یو لړ نا امنیو په موجودیت کې پای ته ورسېد


د کندز د پوهنې ریاست سرپرست محمدرستم احمدي وايي چې د دې ولایت په کچه څه باندې ۵۰۷ بابه ښوونځي موجود دي، خو له دې شمېر څخه د ۵۰۲ بابه ښوونځيو دروازې د زده کوونکي پرمخ خلاصي دي، خو یوازې ۵ بابه ښوونځي غیر فعاله دي او دروازې یې د زده کوونکي پرمخ تړلې دي.

ښاغلي احمدي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په نوموړي ولایت کې د پوهنې وضعیت ډېر ښه وو:

محمد رستم محمدي
محمد رستم محمدي

"د کندز خلک کومه مینه چې له پوهنې او روزنې سره لري، نو د یولړ امنیتي ستونزه او ننګونو سره بیا هم وتوانېدل د دې ولایت ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابر کړي او د همدې هڅو له کبله د تېرو کلونو په پرتله سږ تعلیمې کال په دې ولایت کې په ښه توګه پای ته ورسېده."

په ورته وخت کې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د عین المجر د لیسې یوتن ښوونکی چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه وکړه ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصي دي، خو د ښوونې او روزنې بهېر له یو لړ ننګونو او ستونزو سره مخ دي:

ښوونکی: د پوهنې په برخه کې چارې ټکنۍ دي.
ښوونکی: د پوهنې په برخه کې چارې ټکنۍ دي.

"په هغو سیمو کې وسله وال مخالفین برلاسه دي نو په هغو سیمو کې د ښوونځیو بهیر څخه خپله وسله وال مخالفین نظارت کوي همدارنګه د معلمینو او زده کوونکو حاضري هم هغوی په خپله اخلي او هغه کسان چې غواړي د دولت تر واک لاندې سیمو ته سه پارچه وکړي وسله وال مخالفین د نقل مکان اجازه ورته نه ورکوي او په ناامنو سیمو کې همداشان یولړ نورې ستونزې هم د معارف په برخه کې شته."

بل خوا یوشمېر زده کوونکي هم وايي چې د تېر کال په پرتله یې سږ تعلیمې کال د امن په فضا کې پای ته رسولی، خو پر وسله والو مخالفینو غږ کوي چې نور له جګړې څخه لاس واخلي او د امنیت په راوستو کې له حکومت سره مرسته وکړي، څو د هېواد ټول ماشومان د امن په فضا کې خپلې زده کړې وکړي.

دوتنو زده کوونکو شریف الله او سید عمر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ په خپل ښوونځي کې لابراتوار لرو خو د کیمیا د عملي کارونو په برخه کې سودیم نه لرو همدارنګه فلتر نه لرو چې موږ متجانس او غیر متجانس مواد جلا کړو او همداشان د بیولوژي په برخه کې هم موږ لابراتوار لرو، خو د عملي کارونو له پاره هیڅ وسائیل او مواد نه لرو، نو په دې برخه کې د پوهنې وزارت پاملرنه غواړو."

"سږ تعلیمې کال ډېر ښه وو او پرته له کومې ستونزې موږ خپل تعلیمې کال پای ته ورسا وه، موږ کوښښ کو چې ښه درس ووایو څو په راتلونکي کې خپل ګران هېواد افغانستان ته خدمت وکړو."

خو له دې وړاندې د کندز د پوهنې ریاست چارواکو ویلې وو چې وسله وال مخالفین د خپل تر واک لاندې سیمو کې نجو ته له ۶ ټولګۍ پورته د زده کړې اجازه نه ورکوي چې په همدې دلیل په روان کال کې د دغه ولایت په کچه کابو ۴ زره د لوړو ټولګیو زده کوونکي نجونۍ د ښوونې او روزنې له بهېر څخه بې برخه پاتي دي.

د معلوماتو له مخې اوس مهال په دې ولایت کې څه باندې درې لکه او څلوېښت زره زده کوونکي د هلکانو او نجو په ګډون په ۵۰۲ بابه ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG