د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

ولي: د کندز ۵۰ سلنه ښوونځيو کې د طالبانو نصاب پلی کېږي


د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، اوس‌مهال د دې ولایت ۵۰ سلنه ښوونځي د وسله‌والو طالبانو تر ادارې لاندې دي او هغوی په دې ښوونځيو کې خپل تعلیمي نصاب پلی کوي او ان د ښوونځیو زده‌کوونکي خپلو لیکو ته جذبوي.

د ولایتي شورا غړي وايي، وسله‌وال طالبان یوازې له یو دوو مضمونونو سره مخالفت لري او نور پاتې مضمونونه په ښوونځيو کې زده‌کوونکو ته تدریسوي.

د ولایتي شورا مرستیال توریال کاکړ په خپلو خبرو کې ازادي راډیو ته وویل چې اوس‌مهال د کندز ۵۰ سلنه ښوونځي د وسله‌والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه:

"اوس‌مهال د دې ولایت د ولسوالیو ډېره برخه همدارنګه د مرکز اړوند شاوخوا ډېرې سیمې د وسله‌والو طالبانو په حاکمیت کې دي، نو له همدې کبله د کندز ۵۰ سلنه ښوونځي د وسله‌والو طالبانو تر ادارې لاندې دي."

د ولایتي شورا مرستیال زیاتوي چې د کندز د پوهنې ریاست چارواکي د شخصي روابطو پر اساس د ښوونځیو مدیران او ښوونکي پر دندو ګماري.

په ورته وخت کې، د کندز ولایتي شورا یو بل غړی امرالدین ولي بیا وايي چې وسله‌وال طالبان د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو مدیران او ښوونکي په خپله خوښه پر دندو ګماري، خو معاش‌یې دولت ورکوي او د کندز سیمه‌ییزه اداره په دې اړه هېڅ کار نه‌شي کولای.

امرالدین ولي
امرالدین ولي

ښاغلي ولي په دې اړه داسې وویل:

"د کندز ۵۰ سلنه ښوونځي د طالبانو په سیمو کې دي، په دې خاطر چې د کندز ډېرې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي او طالبان د ښوونځيو ښوونکي او مدیران په خپله خوښه مقرروي او کوم طرزالعمل چې طالبان لري هغه په ښوونځیو کې او هم پر ښوونکو باندې پلی کوي."

بل‌خوا د کندز د پوهنې رئیس محمد رستم خان احمدي، د ولایتي شورا دغه ادعاوي ردوي، خو دا مني چې په دې ولایت کې ناامنیو او جګړو د پوهنې په برخه کې یو اندازه ستونزې راپیدا کړي دي.

د کندز د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي
د کندز د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي

ښاغلي احمدي وویل:

"له یو کال راپدېخوا په دې ولایت کې امنیتي ستونزې زیاتې شوي دي او د کندز اوسنی وضعیت د پوهنې پر بهیر همدارنګه پر زده‌کوونکو باندې منفي تأثیر کړی دی، نو ځینې وخت د جګړو له کبله ښوونځي دوه او درې ورځې تړلي وي، خو بیا هم په مرکز او ولسوالیو کې زموږ ټول ښوونځي د زده‌کوونکو پرمخ خلاص دي."

د پوهنې رئیس د خبرو پر بنسټ چې اوس‌مهال د کندز په کچه یوازې ۶ ښوونځي د جګړو له کبله تړلي دي او نور ټول ښوونځي هم د دولت او هم د طالبانو په سیمو کې د زده‌کوونکو پر مخ خلاص دي.

د کندز د پوهنې ریاست چارواکو د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په دې ولایت کې نېږدې ۵۰۰ ښوونځي موجود دي او په دې ښوونځیو کې څه باندې ۳ لکه زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي چې له دې ډلې څخه څه باندې ۱۲۰ زره‌یې نجونې دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG