د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د تړلو ښوونځیو شمېر زیاتېدو په اړه د پوهنې وزارت اندېښنې


د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د هېواد په بېلابېلو سېمو کې لسګونه ښوونځې د نا امنیو له امله تړل شوي چې ډېره برخه یې په هلمند، کندهار، ارزګان ، زابل او غزني کې دي.

د پوهنې وزارت وایي، په دې هېواد کې د جګړې له پراخېدو سره پوهنیز نظام ته هم ډېر زیان اوښتی دی.

د یاد وزارت ویاند مجیب مهرداد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال له ۷۰۰ څخه ډېر ښوونځي د ناامنیو له امله تړل شوي وو خوسږ کال دغه شمېره نوره هم زیاته شوې ده.

هغه زیاته کړه:

"په ۱۳۹۴ کال کې له ۷۰۰ څخه ډېر ښوونځي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نا امنیو له امله تړل شوي وو، په خواشینۍ سره چې سږ کال د دغو تړل شوو ښوونځېو شمېر زیات شوی دی، تړل شوي ښوونځي د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې دي او تر ډېره دغه ښوونځي په هلمند، کندهار، ارزګان، زابل او غزني ولایتونو کې موجود دي."

خو ښاغلي مهرداد دا ونه ویل چی سږ کال څومره ښوونځي د نا امنیو له امله تړل شوي دي.

د پوهنې وزارت ددې ښوونځيو تړل کېدل لوی ناورین یادوي او ټينګار کوي چې باید ډېر ژر بېرته پرانیستل شي.

دې سره هم مهاله په افغانستان کې د پوهنیز نظام د پراختیا په برخه کې د قلم لار په نوم فعاله ټولنه وايي چې د دوی د څېړنو له مخې دا مهال شاوخوا ۱۳۰۰ ښوونځي تړل شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی پوځي عملیات روان دي او هڅه کېږي تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

رادمنش: هڅه کېږي تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
رادمنش: هڅه کېږي تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

"په ټولو هغو ولایتونو کې چې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه لېدل کېږي، زموږ تصمیم دا دی چې د وسله والو ځالې له منځه یوسو ترڅو د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیستل شي."

د نا امنیو ترڅنګ په ښوونځیو کې د درسي کتابونو نشتون هم یوه لویه ستونزه ده چې زده کوونکي ورسره مخ دي.

د افغانستان د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار هغه ولایت دی چې زده کوونکي یې د کتابونو له کمښت سره مخ دي.

د کندهار د پوهنې ریاست سرپرست محب الله قادري ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت زده کوونکي له تېرو دوو کلونو راهیسې له یادې ستونزې سره لاس اوګرېوان دي.

هغه زیاته کړه:

"موږ د ابتداییه او متوسطه دورې د کتابونو له کمښت سره مخ یو دا ستونزه له تېرو دوو کلونو راهیسې موجوده ده."

هڅه مو وکړه چې په دې برخه کې د افغانستان د پوهنې وزارت نظر هم ولرو خو له پرله پسې اړیکو نیولو وروسته بیا هم ونه توانېدو.

ښاغلي قادري وویل چې دوې یاده ستونزه د پوهنې وزارت له چارواکو سره مطرح کړې او هغوی هم ژمنه کړې چې ډېر ژر به یاده ستونزه هواره شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG