د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

مهرداد: په افغانستان کې د تړل شویو ښوونځیو شمېر زیات شوی


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، روان لمریز کال په هېواد کې د تړل شویو ښوونځیو شمېر له ۴۰۰ څخه ۷۰۰ ته پورته شوی دی.

د دغه وزارت چارواکي وايي د نا امنیو د زیاتېدو له کبله دغه ښوونځي تړل شوي دي.

په ورته وخت کې د قلم لارې په نوم ټولنه بیا د پوهنې وزارت له خوا د تړل شویو ښوونځیو په اړه ورکړل شوي ارقام ناسم بولي او وايي دا مهال په هېواد کې ۱۳۰۰ ښوونځي تړلي دي.

په داسې حال کې چې افغانان له کلونو راهیسې د جګړې درنه قرباني ورکوي د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په هېواد کې د نا امنیو د ډېرېدو له کبله د تړل شویو ښوونځیو شمېر زیات شوی دی.

د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی د اروزونو له مخې په ۱۳۹۴ کال کې په هېواد کې د تړل شویو ښوونځیو شمېر له ۴۰۰ څخه ۷۰۰ ته پورته شوی دی.

ښاغلی مهرداد وايي، که په ۱۳۹۵کال کې هم جګړې زور واخلي د دې امکان شته چې د تړل شویو ښوونځیو شمېر نور هم زیات شي.

ښاغلي مهرداد زیاته کړه:

"متاسفانه په افغانستان کې روانې جګړې پر معارف بد تاثیر کړی په هغه ځای کې چې جګړه وي خامخا زموږ ښوونځي تړل کېږي د هغو ښوونځیو شمېر چې تېر کال تړلي وو له اوه سوو څخه زیات دی کله چې جګړه زیاتېږي نو د تړلو ښوونځيو شمېر هم پورته کېږي."

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې ددغه تړل شویو ښوونځیو ډېر شمېر یې په نا امنه ولایتونو لکه هلمند، قندهار، غزني، ننګرهار، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې دي.
له دې وړاندې د پوهنې وزارت ویلي وو چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نا امنۍله امله شاوخوا ۵۰۰ ښوونځي تړل شوي دي.

په ورته وخت کې د قلم لارې په نوم ټولنه بیا د پوهنې وزارت له خوا د تړل شویو ښوونځیو په اړه ورکړل شوی ارقام ناسم بولي او وايي چې دا مهال په هېواد کې۱۳۰۰ ښوونځي تړلي دي.

ددغه ټولنې مشر عطاالله ویسا د سې شبنې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی په هېواد کې د تړل شویو ښوونځیو په اړه سروې کړې ده.

ښاغلی ویسا وايي، د سروې موندنې د پوهنې وزارت له ارقامو سره مختلفې دي.

ښاغلي ویسا زیاته کړه:

"د نا امنۍ مساله چې دوي وايي لوی ګواښ دی نا امني ګواښ نه دی بلکې فساد لوی ګواښ دی دویم دا چې کوم ارقام چې دوي وايي، دغه ارقام غلط دي چې اوه سوه ښوونځي تړل شوي زموږ د ارقامو له مخې له بادغیس څخه نیولې بیا تر نورستان پورې په دې سیمه کې له دولس نیم سوو څخه تر دیارلسوه پورې ښوونځي بند دي."

د پوهنې وزارت ویاند که څه هم په دې اړه څه ونه ویل چې د ښوونځيو د تړل کېدو له کبله څومره ماشومان له زده کړو بې برخه شوي خو وايي، په ۱۳۹۵ کال کې به یو میلیون جدید الشموله ماشومان ښوونځيو ته ورشي.

په ورته وخت کې د ولسې جرګې ځينې غړي هم د نا امنیو له کبله د تړل شویو ښوونځیو په اړه اندېښمن دي.

د ولسي جرګې د معارف د کمېسیون غړي عبدالودود پیمان له ازادي راډیو سره په خبرو کې ماشومانو ته د زده کړې د زمینې د برابرولو په برخه کې د حکومت مکلیفتونو ته اشاره وکړه.

"تر دې وړاندې هم ډېر ښوونځي تړلې وو او په تېر او اوس کې د ښوونځيو بندېدو زموږ خلک اندېښمن کړي دي، کومه محاسبه چې دوی کړې دقیقه ده که د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په سطحه کې داسې کسان مقرر نه شي چې د جګړې د مدیرت توان ولري روان کال به نور هم خراب او رسوا کوونکی وي."

د ولسي جرګې غړي په دې باور دي چې په هېواد کې د بې ثباتۍ ترڅنګ د نورو ګڼو اجتماعي ستونزو یو علت بې سوادۍ ده.

دوی له حکومته غواړي چې په هېواد کې د ټولو زده کوونکو لپاره د زده کړې مناسبه زمینه برابره کړي

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG