د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

هوتک: په میدان وردګو کې سیمه ییز پولیس ځیني ښوونکي زوروي


د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا منشي وايي چې د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ د یوه ښوونځي ښوونکو له دې امله درسي اعتصاب کړی چې د سیمه ییزو پولیسو له لوري ځورول کیږي.

د دې ولایت د ولایتي شورا منشي وايي چې له درې ورځو راهیسې د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یو ښوونځی د سیمه ییزو پولیسو د ناسم چلند له کبله تړل شوی او زر تنه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

شریف الله هوتک د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوه ورځې وړاندې سیمه ییزو پولیسو پر دغه ښوونځي برید کړی او د دغه ښوونځي ښوونکي او زده کوونکي یې ډبولي دي.

نوموړی وايي، د یاد ښوونځي ښوونکو د سیمه ییزو پولیسو د دغه اقدام په غبرګون کې درسي اعتصاب کړی او ښوونځی یې تړلی دی.

ښوونکو د سیمه ییزو پولیسو د دغه اقدام په غبرګون کې درسي اعتصاب کړی
ښوونکو د سیمه ییزو پولیسو د دغه اقدام په غبرګون کې درسي اعتصاب کړی

ښاغلي هوتک زیاته کړه:

"د خواجه محمد ولي د ښوونځي ترڅنګ د محلي پولیسو یو پوسته ده، دوی له طالبانو سره د جګړې وروسته دغه ښوونځي ته ننوتل پر ښوونکو یې ډزې کړي او زده کوونکي یې وهلي دي، ښوونکو له درې ورځو د احتجاج په توګه د ښوونځي دروازه تړلې ده، سمیه ییز پولیس له ښوونکو، زده کوونکو او عامو خلکو سره سم چلند نه کوي."

ښاغلی هوتک وايي چې دغه موضوع به د سې شنبې په ورځ د میدان وردګو له والي سره هم شریکه کړي.

د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا د منشي د معلوماتوله مخې دغه ښوونځی د خواجه محمد ولي په نوم دی او نېږدې یو نیم زر زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.

له بلې خوا د سیمه ییزو پولیسو یوه قوماندان له یوې کورنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې له دغه ښوونځي څخه د دوی پر پوسته برید وشو چې دوی هم د اجازې له اخېستو وروسته دغه ښوونځي ته ننوتل.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت مسولین وايي چې تر اوسه د دغه پېښې په اړه دوی ته رسمي راپور نه دی ورکړل شوی او که داسې پېښه رامنځته شوې وي دوی به یې له امنیتي مسوولینو سره شریکه کړي.

د پوهنې وزارت مسولین وايي چې تر اوسه د دغه پېښې په اړه دوی ته رسمي راپور نه دی
د پوهنې وزارت مسولین وايي چې تر اوسه د دغه پېښې په اړه دوی ته رسمي راپور نه دی

د دغه وزارت ویاند مجیب مهرداد په دې اړه وايي:

"تر اوسه پورې دا خبر موږ ته په رسمي توګه نه دی رسیدلای کله چې دغه راپور موږ ته ورسېده د کورنیو چارو وزارت ته به رسماً مکتوب واستو چې په راتلونکې کې د دا ډول پېښو مخه ونیسي."

د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې په دې اړه به څیړنې وکړي او له هغه کسانو سره به جدي چلند وکړي چې په دغه پېښه کې ګرم وپیژندل شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږه دغه موضوع په هر اړخېزه توګه څیړو که چېرته د څېړونو په پایله کې دا معلومه شي چې داسې کار شوی طبعاً موږ له هغو کسانو سره جدي او قانوني چلند کوو چې په دې کار کې ښکیل وي."

ښاغلی دانش وايي، امنیتي کسانو ته د دې اجازه نشته چې ان ښوونیز مرکز ته نږدې پوسته جوړه کړي او د ښوونکو او زده کوونکو د ځورونې سبب وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د روان هجري شمسي کال په پیل کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې په دوه زره پنځلسم میلادي کال کې په شلو مواردو کې له ښوونځیو د پوځي مرکز په توګه استفاده شوې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG