د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

کندز کې پر زده‌کوونکو او ښوونکو د درسي موادو وېشلو لړۍ پیل شوه


د کندز د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په روان کال کې د دې ولایت په کچه د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۴ لویې لېسې جوړېږي.

د پوهنې رئیس زیاته کړه، سره له دې چې کندز یو نا امن ولایت دی او د دې ولایت په ځینو سیمو کې وخت او ناوخت د وسله‌والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړې هم وي، خو بیا هم د دغه ولایت په کچه ټول ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ خلاص دي.

د کندز د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي د دوشنبې په ورځ د خبرو پر مهال وویل چې دوی د دې ولایت په کچه پر یو لک زده‌کوونکو همدارنګه پر څه باندې دوه زره ښوونکو باندې د درسي موادو وېشلو لړۍ پیل کړې ده او دغه پروسه لاهم جریان لري.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې دغه درسي مواد دوی د "UNICEF" دفتر له‌خوا ترلاسه کړي دي.

د کندز د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي.
د کندز د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پر یو لک زده‌کوونکو او ۲۲۰۰ ښوونکو باندې مُمد درسي موادو د وېشلو لړۍ پیل کړه او په دې درسي موادو کې، کتابچې، قلم، پنسل، بکسونه، خط‌کش او داسې نور درسي مواد شامل دي او دا مواد له موږ سره د ښوونې او روزنې په برخه کې ډېره مرسته کوي."

د پوهنې رئیس زیاتوي چې په روان کال کې د دې ولایت په کچه د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور لويې لېسې جوړېږي چې له کبله به‌یې د زیات شمېر زده‌کوونکو او ښوونکو ستونزې ورسره هوارې شي.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي بیا وايي چې د نوي کال پیل سره د کندز ښار امنیتي وضعیت تر یو حده ښه شوی، خو د نوموړي ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو غواړي څو د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې نور هم ګړندۍ کړي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي.
د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي.

ښاغلی ولي زیاتوي:

"د پوهنې ریاست له‌خوا له زده‌کوونکو سره د درسي موادو مرسته وشوه او له دې کار سره خلک نور هم ډاډمن کېږي او موږ خوشحاله یو چې په کندز کې د ښوونځیو دروازې د زده‌کوونکو پر مخ خلاصې دي او دا په خپله د دې ښکارندوینه کوي چې کندز کې ورو-ورو امنیتي وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی."

بل‌خوا د کندز والي اسدالله عمرخېل پر وسله‌والو مخالفینو غږ وکړ چې له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي همدارنګه په سیمه کې خپلو کوچنیانو ته درس او تعلیم زمینه برابره کړي.

د کندز د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په دې ولایت کې د دیني مدرسو په‌شمول څه باندې ۵۰۰ ښوونځي موجود دي، خو د ښوونځيو له دې شمېر څخه ۲۷۵ ښوونځي ودانۍ نه‌لري، خو په روان کال کې به د دې ولایت په کچه یو زیات شمېر ښوونځيو ته نوې اساسي ودانۍ هم جوړې شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG