د کندز د ولایتي شورا وکیلان او اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې نږدې ۱۰ کليدي دولتي ریاستونه د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي.
دوی زیاتوي چې په دولتي ادارو کې سرپرستان په ښه توګه کار نهکوي او همدارنګه اجرائيوي واک نهلري، څو د مراجعینو ستونزې حل کړي.
د معلوماتو له مخې، اوسمهال د کندز د والي د مرستیال بست، د سکټوري ریاست، د ولایت مقام مالي او اداري ریاست، د شیر خان بندر د ګمرک ریاست، د شیر خان بندر د تصدۍ ریاست، د پوهنې ریاست، د عدليې ریاست، د مخابراتو ریاست همداسې په یو شمېر نورو ملکي او نظامي ادارو کې د یو شمېر بستونو اداري چارې د سرپرستانو لهخوا پر مخ وړل کېږي.
د دې ولایت د ولایتي شورا یو تن غړی امرالدین ولي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"څه باندې ۱۰ ریاستونه د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي او سرپرستان هم په هر ټیم پورې تړلي خلک دي او بلخوا هغه شمېر با استعداده ځوانان چې د لېسانس او ماسترۍ سندونه لري، نو د دغو سرپرستانو په موجودیت کې هغوی ته هېڅ په دولتي ادارو کې د کار کولو زمینه نهبرابرېږي."
دوی خبرداری ورکوي چې دغې مسئلې د مراجعینو پر وړاندې ډېرې ستونزې زېږولي او که ډېر ژر مرکزي حکومت د سرپرستانو فرهنګ پای ته ونهرسوي، نو دوی به پر لاریونونو لاس پورې کړي.
د نوموړي ولایت د ولایتي شورا یو تن غړی غلام رباني رباني په دې اړه وايي:
"په کندز کې د زیات شمېر دولتي ادارو چارې د سرپرستانو لهخوا پر مخ وړل کېږي او باید دغې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي. ځکه دغې مسئلې د خلکو پر وړاندې ډېرې ستونزې زېږولې دي."
په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر خلک هم شکایت کوي او وایي، د هغو ادارو چارې چې د سرپرستانو لهخوا پر مخ وړل کېږي، نو خلکیې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دغه ولایت یو تن اوسېدونکي الیاس خان کاکړ ازادي راډیو ته وویل:
"په کندز کې له ډېر وخت راهیسې دولتي ادارې د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي، ورق بازي ګانې دي او د خلکو ستونزې په وخت سره نهحل کېږي او وايي چې نن راشه او سبا راشه او د خلکو کار سم نهکوي او دا دومره ځوانان چې بېکاره دي، ولې دوی ته دندې نهورکوي، څو د خلکو ستونزې حل کړي، نو تر کله به دغه سرپرستان وي؟"
بلخوا د کندز والي اسدالله عمرخېل هم دغه ستونزه مني چې په دې ولایت کې زیات شمېر دولتي ادارې د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي، خو ټینګار کوي چې ډېر ژر به د سرپرستۍ ستونزو ته د پای ټکی کېږدې.
ښاغلي عمرخېل وویل:
"سرپرستان د پوره صلاحیت والا خلک نهدي او هغه کسان چې په رسمي توګه په دولتي پوستونو کې مقرر شوي، هغوی با صلاحیته خلک دي او د خلکو ستونزې ډېر ښه حل کولای شي او دا پوستونه ټول رقابت ته تللي، خو د «سي. بي. ار» د پروسې شرایط لږ شانته سخت دي."
د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي او ګڼ شمېر خلک په داسې حال کې د دغه ولایت په یو شمېر دولتي ادارو کې د سرپرستانو له موجودیت څخه شکایت کوي چې زیات شمېر تحصیلیافته ځوانان چې له بېلابېلو پوهنتونو څخه او له مختلفو پوهنځیو څخه فارغ شوي، خو بیا د بېکارۍ له کبله سر ټکوي او وايي چې دوی ته په دولتي ادارو کې دندې نهموندل کېږي.
راپور: اجمل ارین