د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۱

چارواکي: روان کال د کندز ۳۹ ښوونځي بیارغول شوي


د کندز د پوهنې ریاست چارواکو د خبرو پر بنسټ چې دوی د دې ولایت په کچه ۳۹ بابه ښوونځي بیارغولي او ګټې اخیستنې ته‌یې سپارلي دي.

د دغه ولایت د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دغه ښوونځي د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت له‎خوا بیارغول شوي.

د کندز ولایت د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي
د کندز ولایت د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"موږ پلان لرو راتلونکي کال کې ۴۵ ښوونځي له تهدابه په دې ولایت کې جوړ کړو او همدارنګه ۳۰ ویجاړ شوي ښوونځي هم دې ولایت کې ترمیم کړو."

په ورته وخت کې د کندز والي اسدالله عمرخېل وویل دې ولایت کې یو زیات شمېر ښوونځي د جګړو له کبله ویجاړ شوي وو، خو بېرته ورغول شول.

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

نوموړی وايي:

"مرکزي حکومت د دې ولایت د امنیت ټينګښت برخه کې لوی پلانونه تر لاس لاندې لري او د هوا په ګرمېدو سره به د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته شي."

بل‎خوا د کندز د ولایتي شورا یو شمېر وکیلان بیا وايي چې د دغو ښوونځیو د بیارغوني په نوم ډېرې پیسې لګول شوي خو ښوونځي په اساسي ډول بیارغول شوي نه‎دي.

د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي
د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي

د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه ښوونځي په اساسي ډول نه‎دي رغول شوي او موږ د ښوونځيو بیارغونې بهيره راضي نه‎یو."

خو د کندز د پوهنې رئیس د ولایتي شورا دغه څرګندونې ردوي او زیاتوي چې ویجاړ شوي ښوونځي په اساسي ډول بیارغول شوي دي.

د کندز د پوهنې ریاست چارواکو د معلوماتو له مخې چې اوس‌مهال ۵۰۰ بابه ښوونځي د دیني مدرسو په ګډون په دې ولایت کې موجود دي چې له دې جملې څخه ۲۷۵ بابه‌یې ودانۍ لري، خو ۲۲۵ بابه‌یې ودانۍ نه‎لري او زده‌كوونكي په ازاده فضا کې په ښوونې او روزنې بوخت دي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG