د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۱

ولایتي شورا: کندز کې د ۳۹ بابه رغول شویو ښوونځيو کار د قناعت وړ نه‌دی


د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې ۳۹ بابه ښوونځي چې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې ریاست له لوري ترمیم او بیارغول شوي د کار کیفیت‌یې د قناعت وړ نه‌دی او په دې بهیر کې ډېرې پیسې حیف او میل شوې دي.

دوی وايي ولایتي شورا باید له دې بهیر څخه نظارت کړی وی، خو د پوهنې ریاست پرته له دې چې دوی په جریان کې پرېږدي دغه ښوونځي یې پرانیستلي دي.

د ولایتي شورا یوه تن غړي صفی‌الله امیري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

صفی الله امیري.
صفی الله امیري.

"موږ مسؤلیت لرو چې د پوهنې ریاست له کارونو څخه لیدنه وکړو، خو د پوهنې ریاست چارواکو پرته له دې چې موږ خبر کړي ښوونځي بیارغولي او پرانیستي دي او موږ د حضرت علي، شیرخان او فاطمه‌الزهرا ښوونځيو څخه لیدنه کړې، خو دغه ښوونځي په اساسي ډول نه‌دي رغول شوي او په کارونو کې ډېرې نیمګړتیاوې لیدل کېږي."

ښاغلی امیري زیاتوي چې تر اوسه څو ورځې د دغو ښوونځیو له پرانیستلو څخه تېرېږي خو هغه ځایونه چې ترمیم شوي بېرته د تخریب په حال کې دي.

په ورته وخت کې د ولایتي شورا مُنشي زرګل عالمي هم وايي چې د ښوونځيو د بیارغونې او ترمیم په نوم په دې ولایت کې ډېرې پيسې لګول شوي، خو ښوونځي په اساسي ډول نه‌دي رغول شوي.

زرګل عالمي.
زرګل عالمي.

مېرمن عالمي وايي:

"دغه ښوونځي د ژمنې سره سم د قرارداد کوونکي له‌خوا نه‌دي رغول شوي او ډېرې برخې یې د بیا ړنګېدو په حال کې دي، موږ په دې فکر کې وو چې دغه ښوونځي به په اساسي او معیاري ډول بېرته ورغول شي، خو بدبختانه دغه ښوونځي ډېر په ټيټ کیفیت ترمیم او بیا رغول شوي دي او ترمیم شوي ځایونه‌یې بېرته د ورانېدو په حال کې دي."

بل‌خوا د کندز د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي وايي چې قراردادي شرکت دوی ته د ۶ میاشتو لپاره ضمانت ورکړی همدارنګه یو مقدار افغانۍ یې له دوی سره د تضمین په ډول پرېښې دي او که چېرې د ښوونځيو د بیارغونې کار د قناعت وړ نه‌وي، نو دوی دغه پيسې بېرته شرکت ته نه‌ورکوي.

د کندز د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي.
د کندز د پوهنې رئیس محمد رستم احمدي.

ښاغلی احمدي زیاتوي:

"په هر ځای کې په کارونو کې ځينې ستونزې او نیمګړتیاوې وي، که د ښوونځيو په کارونو کې موږ نیمګړتیاوې وګورو هغه بېرته په قراردادي شرکت باندې رغوو ځکه موږ پیسې ورکړې دي او زه تاسو ته ډاډ درکوم که چېرې قراردادي شرکت خپل کارونه په ښه توګه ترسره نه‌کړي، نو موږ هغوی ته پیسې نه‌ورکو."

د کندز د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې د دې ولایت په کچه د ۳۹ بابه ښوونځیو ودانۍ چې د جګړو پر مهال زیانمنې شوې وې بېرته بیارغول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG