د کندز د امامصاحب ولسوالۍ سیمهییز چارواکي ادعا کوي چې په نوموړي ولسوالۍ کې بهرني جنګیالي په ترورېستي او روزنیزو فعالیتونو کې له داخلي وسلهوالو مخالفینو سره همکاري کوي او د دې تر څنګ د دغې ډلې فعالیت په دې ولسوالۍ کې مخ په زیاتېدو دی.
د امامصاحب ولسوال محبوبالله سعیدي ازادي راډیو ته وویل چې له څو کلونو راهیسې په دغې ولسوالۍ کې زیات شمېر بهرني جنګیالي شته او له داخلي وسلهوالو مخالفینو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.
ښاغلي سعیدي خبرداری ورکوي، که د دغې ډلې د فعالیتونو مخه ونهنیول شي، نو ښايي په دې ولایت کې جدي امنیتي ستونزې وزېږوي.
نوموړی وايي:
"په دې وروستیو کې په امامصاحب ولسوالۍ کې د بهرنیو جنګیالیو شتون په ډېرېدو دی او دې ولسوالۍ کې له مخالفینو سره په مختلفو برخو کې مرسته کوي او دغه بهرني جنګیالي د منځنۍ اسیا هېوادونو وګړي دي."
په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري وايي چې لا هم د دې ولایت ډېرې سیمې د وسلهوالو مخالفینو تر واک لاندې دي، خو د دې ولایت سیمهییز چارواکي نهدي توانېدلي چې د کندز د ښار شااوخوا سیمې له مخالفینو پاکې کړي.
دی وايي:
"د کندز روان امنیتي وضعیت ډېرې اندېښنې زېږولي او له مرکزي حکومته غواړو چې د دولت ضد عناصر پر وړاندې خپل تصفیوي عملیاتونه زیات کړي، خو که دولت لاس په کار نهشي، نو ښايي د هوا په ګرمېدو سره وسلهوال مخالفین خپل برېدونه زیات کړي."
په همدې حال کې د ولایتي شورا یو غړی امرالدین ولي هم خبرداری ورکوي چې د هوا په ګرمېدو سره به په دې ولایت کې امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن شي.
دی وايي:
"هغه کسان چې تل خپل ټټړ وهي چې موږ د کندز خلکو ته امنیت راولو، خو تر اوسه دوی دغه ژمنې نهدي عملي کړي، ځکه لا د دې ولایت ډېری سیمې د وسلهوالو مخالفینو تر واک لاندې دي او د خلکو پر وړاندې یې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي."
بلخوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي هم تأییدوي چې په دې ولایت کې د داخلي وسلهوالو مخالفینو تر څنګ بهرني جنګیالي هم شته، خو نوموړی ژمنه کوي چې ډېر ژر به په دې ولایت کې د دولت ضد عناصرو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیلوي.
دی وايي:
"د داخلي جنګیالیو تر څنګ د منځنۍ اسیا هېوادونو بهرني جنګیالي هم شته چې د سیمې هېوادونو بېلابېلو ترورېستي شبکو پورې تړلي، د پوځي عملیاتو پر مهال یو شمېر بهرني جنګیالي د افغان ځواکونو لهخوا وژل شوي او موږ د دوی د ځپلو په اړه لوی پلان لرو."
د کندز سیمهییز چارواکي زیاتوي چې په دې وروستیو کې د پوځي عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو لهخوا د وسلهوالو مخالفینو یو شمېر مهم او کليدي کسان وژل شوي دي او دغه ډله نور د دې وړتیا نهلري چې په دې ولایت کې پر مسلحانه تحرکاتو لاس پورې کړي.
راپور: اجمل ارین