تر فراه ولایت وروسته له فاریاب نه د نا امنیو خبرونه خپریږي، د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال وايي، که وضعیت ته جدي پام ونهشي، نوموړی ولایت به سقوط شي.
صبغتالله سیلاب د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د فاریاب ولایت ۹۰ سلنه خاوره له وسلهوالو طالبانو سره او یوازې ۱۰ سلنه یې له حکومت سره ده.
نوموړی وايي:
"وسلهوال طالبان اوسمهال د المار ولسوالۍ تر یو کیلو مټرۍ پورې فعاله دي، په قیصار کې هم دغه شان، د پښتونکوټ ولسوالۍ ۹۰سلنه برخه د طالبانو په واک کې ده، موږ وضعیت ته اندېښمن یو، که عملیات ونهشي او له لاسه وتلې سیمې بېرته ونه نیول شي، فکر کوم ولسوالۍ به سقوط وکړي او جنګ به د فاریاب تر مرکز میمنې پورې را ورسېږي."
د ښاغلي سیلاب په خبره، په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو کمښت، د امکاناتو او تجهیزاتو نهشتون، د امنیتي ځواکونو تر منځ نه همغږي په دغه ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو د پراخ حضور عمده لاملونه دي.
خو د فاریاب والي ویاند احمد جاوید بیدار ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوموړي څرګندونې په هغه پورې اړوندې وبللې او د نوموړي ولایت د امنیت په اړه یې ډاډ ورکړ.
په فاریاب ولایت کې د دښمن خوځښتونه شته، خو جدي نهدي.
د فاریاب د سقوط په اړه د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړو اندېښنې وروسته له هغې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د یو شمېر ولایتونو ولسوالۍ په څو ځلي د وسلهوالو طالبانو لهخوا سقوط شوي او ان کندز ولایت هم دوه ځله سقوط شوی، خو بېرته د افغان ځواکونو لهخوا نیول شوی.
له فاریاب مخکې د فراه ولایت د امنیت په اړه هم اندېښنې موجودې وې.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت په فاریاب کې د وسلهوالو مخالفینو خوځښتونه تأییدوي وايي چې دا ډېر جدي نهدي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په فاریاب ولایت کې د دښمن خوځښتونه شته، خو جدي نهدي، تېره شپه زموږ کومانډو ځواکونه هغه ولایت ته رسیدلي، دفاع وزارت په جریان کې ده، هلته به عملیات هم پیل شي او نور ځواکونه به هم واستول شي."
د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې د امنیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغان حکومت تازه د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې وسلهوالو طالبانو ته د سولې د خبرو لباره نوې طرحه وړاندې کړه، خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول ورته خواب نهدی ویلی.
خو افغان حکومت دا هم وايي چې د سولې د خبرو تر څنګ به له هغو مخالفینو سره چې جګړه کوي، د جګړې له میدانونو هم پام وانهړوي.
راپور: اجمل تورمان