په کندز کې د بُزکشي لوبه عموماً د مني او د پسرلي په فصلونو کې هغه مهال چې هوا سړه وي، ترسره کېږي.
بُزکشي د افغانستان ملي لوبه ده چې د خلكو په منځ كې ډېر مینهوال لري، تاریخپوهان د بُزکشي د رامنځته كېدو نېټه د مقدوني سكندر د لښكركشيو په وخت پورې تړي، ویل کېږي چې په هغه وخت كې به اريايي اتلانو د دښمن په لښكرو كې د شپې لهخوا يرغل كاوه او د دښمن پوځيان بهيې ژوندي د هغوی له پوځي پڼدغالو څخه له ځان سره وړل، خو بیا وروسته دغې جګړهیيزې وړتيا د ورزش بڼه وموندله.
د دې لوبې د جوړېدو ځايونه د هېواد شمال او شمال ختیځ برخې دي او د مزار شریف، سرپُل، سمنګان، فاریاب، جوزجان، بغلان، کندز، تخار او په بدخشان ولايتونو كې ترسره کېږي.
د کندز د بُزکشي فدراسیون فني امر قیوم خان له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د بُزکشي د ترسره كولو لپاره، اتل يا لوبغاړی چې د چاپ انداز په نامه يادېږي، د اس په سورلۍ كې لوى لاس لري او له ستونزمنو تمرينونو وروسته په لوبو كې د ګډون ځواكمنتيا ترلاسه كوي.
نوموړی وايي:
"موږ د بُزکشي دغه لوبه د سولې او ثبات په هدف پیل کړې، څو د دې ولایت د خلکو ترمنځ ورورولۍ او سوله لا ټینګه شي، البته دغه لوبه په دې ولایت کې د بُزکشي د فدراسیون او د دې ولایت د سپينږیرو تر نظر لاندې ترسره کېږي، همدارنګه موږ غواړو په دې سیالۍ کې تکړه چاپ انداز هم په نښه کړو."
د هغه په وینا، د بُزکشي اسونه په بېلابېلو نومونو یاېږدي لکه سمند، ګل بادام، کُمید، مُشکي، توروق، جرند، قطغني او ترکمني مشهور اسونه دي.
د کندز ښار «دورې سره» ته د بُزکشي لوبې نندارې ته د نوموړي ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر خلک راځي، د اتفاق او د وحدت په فضا کې په ډېرې مینې سره د دغې لرغونې لوبې ننداره کوي.
د دې ولایت دوه تنو اوسېدونکو هر یو سمیعالله او امیر خان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"بُزکشي په شمال کې یوه عنعنوي لوبه ده، ډېر خلک د دې لوبې نندارې ته راځي دا نهوايي چې دا د کوم قوم دي، څوک دي او خپل چاپ اندازان تشویقوي او خپله ورځ په خوشحالۍ سره تېروي."
"کله چې خلک د دې لوبې لیدو ته ورځي اصلاً په هغه ځای کې نه ژبني خبرې شته، نه مذهبي خبرې شته او نه هم سمتي خبرې شته، ټول خلک او ځوانان په یو اتفاق او یووالي سره لوبه ګوري."
کندزیان وايي چې بُزکشي د دوی د کلتور یوه برخه ده او باید هر افغان خپل کلتوري او عنعنوي رواجونه وساتي، همدارنګه له یو نسل نه بل نسل ته باید انتقال کړي.
د دوی په خبره چې هره لوبه ځان ته ځانګړي مینهوال لري، خو د بُزکشي لوبه په ټولنه کې نفاق و، شقاق ته د پای ټکی ږدي او د خلکو ترمنځ د خپلمنځي یووالي، انساني مینې او محبت سبب هم ګرځي.
د کندز دوو فرهنګیانو هر یو عبدالشکور دوست او رفیعالله هدایت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"کومې اجتماعي لوبې چې د ځوانانو ترمنځ شته دي دا خامخا د ځوانانو او د ټولنې د وګړو ترمنځ مينه او محبت راپیدا کوي او د دې لوبې په ترڅ کې د خلکو ترمنځ رابطه نوره هم ټینګېږي."
"زیات شمېر افغانان د بُزکشي نندارې ته راځي، دوی په یوځای کې سره راټولېږي دا په خپله د خلکو ترمنځ ملي یووالي او ښه رابطه ښيي چې خلک د خپل د خوشحالۍ محفلونه په یوځای کې سره لمانځي."
د بُزکشي د لوبې وسيله يو خوسی یا هم ښه غټه وزه وي چې له حلالولو او د نس له پاكولو وروسته، بیا هغه د ۲۴ ساعتونو له پاره د اوبو په منځ كې كېښودل كېږي چې د پوستكي مقاومتيې ډېر شي او د خوسي وزن له ۴۰ څخه تر ۵۰ كېلو ګرامو پورې وي.
راپور: اجمل ارین