راپورونه وایي، د سوریې پوځ د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمې ختیځه غوطې کې پرمختګ کړی او دغه سیمه یې پر دوو برخو ویشلې ده.
د سوریې دولتي ټلوېزیون له مسرابا ښارګوټي څخه دننه انځورونه خپاره کړي دي.
انځورونه په مسرابا کې د نیمه ړنګو شویو ودانیو تر څنګ د پوځ ټانکونه ښودلي چې په دې ښارګوټي کې ګرځي.
دغه ښارګوټی د هغه سړک په اوږدو کې پروت دی چې د ختیځې غوطې شمالي او جنوبي برخې سره نښلوي.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې د مسرابا او شاوخوا ځمکو په نیولو سره یې د دغې سیمې مهم سړکونه په مستقیم ډول د سوریې د پوځ تر هدف لاندې راغلل.
دغه ډله وایي، پهدې پرمختګ سره د حرستا او دوما ښارګوټي له یو بل او د ختیځې غوطې له نورو برخو څخه بېل شول.
که څه هم د جیشالاسلام یوه ویاند حمزه بېرقدار دغه راپور رد کړی دی.
جیشالاسلام په ختیځه غوطه کې یو له دوو عمده ډلو څخه ده چې د پوځ پر وړاندې جنګېږي.
د سوریې دولتي ټلوېزیون ښودلې چې په ختیځه غوطه کې د کورونو تر شا تور لوګي پورته کېږي او د چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي.
دولتي ټلوېزیون دغه راز له مسرابا ښارګوټي په انځورونو کې یوه لویه ډله ملکي خلک وښودل چې په یوه کور کې پټ شوي وو.
یوه کس له خبریال سره د مرکې پر مهال د اسد په پلوۍ او د یاغیانو پر ضد شعارونه ورکول، خو نورې ښځې او ماشومان د هغه تر شا ولاړ وو. پهدې تصویر کې په پوځي یونیفورم کې کسان هم ښکارېدل چې هلته ولاړ وو.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد او د هغه عمده متحد روسیې ویلي چې پهدې کمپاین سره به د یاغیانو له لوري د دمشق ویشتل، نور ختم شي او هم به د دې سیمې پر ملکیانو د اسلامپالو تُندلارو واکمني پای ته ورسېږي.
وروسته له هغه چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې وسلهوال یاغیان له حلب ښاره وایستل شول، د مسرابا نیول کېدل یاغي ډلو ته د اسد د رژیم تر ټولو لوی ګوزار ښیې.
پر دغې سیمې چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې په محاصرې کې وه او اوسیدونکو یې د خوړو او روغتیایې امکاناتو له کموالي سره مخامخ دي، د سوریې د حکومت د بریدونو ډېرېدو د لویدیځ له انتقادونو سره مخامخ شول.
د ملګرو ملتونو خیریه ټولنو پهدې ترڅ کې د جګړو له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د بشري مرستو د رسولو لپاره جګړې وځنډوي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې ۴۰۰ زره کسان په ختیځه غوطه کې ایسار دي.
د بشري مرستو ډلې وایي، د پرلهپسې جګړو له کبله نهدي توانیدلي دغو کسانو ته کافي خواړه او درمل ورسوي.
د ملګرو ملتونو دغه خیریه ټولنې وایي، د درملو ډېری کاروانونه د سوریې د حکومتي ځواکونو لهخوا راګرځول شوي دي.
روغتیایې خیریه مرکزونو چې په ختیځه غوطه کې فعالیت کوي، پهدې وروستیو اونیو کې د څو پېښو راپور ورکړی چې د دوی په وینا د حکومت لهخوا په بمباریو کې له کلورین ګازه کار اخېستل شوی دی، خو د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال فیصل مقداد د شنبې په ورځ دغه تورونه رد کړل او د امریکا متحده ایالاتو باندې یې تور ولګاوه چې د یاغي ډلو د ملاتړ په هدف داسې تورونه لګوي.