د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

مکرون پوتین ته: د بشري مرستو کاروانونه دې له کوم خنډ پرته غوطې ته ورسېږي


د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي، څو ډاډمنه کړي چې سوریه د ملګرو ملتونو وروستۍ پریکړه‎لیک له کوم ابهام پرته مني.

ولسمشر امانوئل مکرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه په ټیلیفوني خبرو کې د دوشنبې په ورځ غوښتنه کړې چې​ ​د بشري مرستو کاروانونه باید له کوم خنډ پرته د سوریې په ختیځ کې د غوطې د سیمې ټولو اړو خلکو ته ورسېږي.

د مکرون د دفتر وايي، نوموړي په دې ټلیفوني خبرو کې د روسیې ولسمشر ته ویلي چې د سوریې د حکومت مخالفو یاغیانو د بشري مرستو د رسېدو لپاره اوربند منلی دی او روسیې هم د دې مرستو د رسېدو لپاره د پنځه ساعته وقفې پریکړه کړې چې د مرستو رسولو لپاره کافي وخت نه‎دی.

د فرانسې ولسمشر د روسیې له ولسمشره غوښتي، څو ډاډمنه کړي چې سوریه د ملګرو ملتونو د ۳۰ ورځني اوربند د غوښتنې پریکړه‎لیک پرته له کوم تردید مني.

د یاغیانو په ولکه او د سوریې د حکومت په محاصره کې د غوطې سیمه په وروستیو اونیو کې پرله‎پسې د سوریې د حکومتي ځواکونو له هوايي بمباریو او د توپونو د ډزو سره مخ ده.

ویل کېږي چې دغلته بند پاتې ولسي خلک بیړنیو بشري مرستو او د ټپیانو انتقال ته اړتیا لري.

خو دغلته له اعلان شوې اوربند سرغړونې د دې سبب شوي چې د مرستو رسېدو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شي، ملګرو ملتونو د اوربند د نه مراعتېدو له کبله شکایت کړی.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکي علي الزعتري پرون دوشنبې خبریالانو ته وویل:

"موږ هیله لرله چې د ډزو د غږونو له اورېدو پرته به ختیځې غوطې سیمې ته داخل شو، ځکه باید اوربند ته درناوی وشي. په ځانګړي توګه چې زموږ کاروان د بشري مرستو یو کاروان دی چې یو ګڼ شمېر غیرې نظامیانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره استول شوی."

د فرانسې او روسیې ولسمشران د روسیې په اړه د سپینې ماڼۍ له تُندې تبصرې یوه ورځ وروسته خپلو کې خبرې کړي.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ د سوریې په کورنۍ جګړه کې د دې هېواد له رژیمه د روسیې په پرله‎پسې ملاتړ سخت انتقاد وکړ.

د اسد رژیم ویلي، د غوطې سیمې په ختیځ کې به چې د مخالفو وسله‎والو په ولکه کې ده، پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

بل‎خوا راپورونه وايي چې له اوربنده د سرغړاویو سربېره د دوشنبې په ورځ په عاجلو مرستو بار لارۍ د یاغیانو تر ولکې لاندې غوطې سیمې ته رسیدلي دي.

د سره صلیب نړیوالې ټولنې پر خپل ټویټر ویلي:

"په داسې حال کې چې دغلته زرګونه کسان ژوند ژغورونکو مرستو ته اړ دي، د ۴۶ لاریو یو کاروان چې عاجلې مرستې په‎کې بار وې، غوطې ته داخل شوي دي. په‎دې کې خواړه، طبي موادو او نور د لومړنۍ اړتیا وسایل شامل دي."

فعالان وايي، په غوطه کې د فبرورۍ د میاشتې له ۱۸مې د سوریې د حکومت د پوځي عملیاتو د پیل راهېسې په دې سیمه کې شاوخوا ۶۰۰ ملکیان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې په دې سیمه کې د څه کم ۴۰۰ زرو په شاوخوا کې ولسي خلک بند پاتې دي.

د غوطې دا محاصره شوې سیمه د سوریې د پلازمېنې دمشق په ختیځ کې پرته ده.

XS
SM
MD
LG