د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۵۱

د سوریې په غوطه کې نن یوځل بیا درنې جګړې وشوې


SYRIA -- Smoke rises from the besieged Eastern Ghouta in Damascus, February 27, 2018

د دمشق په ختیځه سیمه غوطه کې چې د سوریې د حکومت د وسله والو مخالفینو وروستی مهم سنګر بلل کېږي، نن یکشنبه بیا درنې نښتې وشوې.

وسله والو یاغیانو د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره حملې وکړې چې دولتي ځواکونو څو ورځې مخکې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیولې وې.

په دې سیمه کې د دولتي ځواکونو توپچي او هوايي حملو د راپورونو له مخې، نېږدې شپږنیم سوه ملکيان ووژل.

د نړیوالې ټولنې له پرله پسې فشارونو وروسته، د ولسمشر بشارالاسد رژیم تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د ورځې پنځه ساعته اوربند به کوي، څو د سیمې اوسېدونکو ته بشري مرستې ورسېږي.

له دې سره که څه هم په هوايي حملو کې کموالی راغی، خو جګړو لا زور واخیست.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی، وايي چې دولتي ځواکونو په ختیځه غوطه کې د تېرو څو ورځو په جګړو کې له پرمختګ او په سلو کې د لس سیمو له نیولو وروسته نن بیا له وسله والو مخالفینو سره نښتې وکړې.

فرانس پرېس خبري اژانس د دې ټولنې د مشر رامي عبدالرحمن له قوله په راپور کې لیکي چې پرون شپه د غوطې په دوو سیمو کې له جیش الاسلام وسله والې ډلې سره چې د دې سیمې ځینې برخې یې په ولکه کې دي، په جلا نښتو کې د رژیم لږترلږه ۱۲ سرتېري وژل شوي دي.

په ختیځه غوطه کې له نننیو جګړو وروسته سلګونه خلکو خپلې مېنې او کورونه پرېښودل او امن سیمو ته کډه شول.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې شااوخوا دوه زره ملکیان د غوطې له ختیځو برخو وروسته له هغه وتښتېدل چې د رژیم په هوايي حملو او بمباریو کې د درېیو ماشومانو په ګډون، ۱۸ ملکي وګړي ووژل شول.

همداراز ویل کېږي چې د فبرورۍ له ۲۵ مې نېټې راهیسې په پیل شویو جګړو کې د حکومت پلوو ملېشو ۷۶ او د جیش الاسلام ډلې ۴۳ وسله وال وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG