د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسکو به د ده په وینا د ترورېزم د ګواښ لهمنځه وړلو په برخه کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت سره مرستې ته دوام ورکړي.
د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت څخه د مسکو د ملاتړ د دوام څرګندونې داسې مهال شوي چې نړیوالو په یوه خوله د سوریې پر حکومت انتقاد کړی چې په تېرو شااوخوا ۱۰ ورځو کې یې دمشق ته څېرمه په بریدونو کې سلګونه کسان ووژل.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د کب ۰۹» په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د وینا پر مهال وویل چې مسکو به د ده په وینا د ترورېزم د ګواښ لهمنځه وړلو په برخه کې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت سره مرسته وکړي.
ختیځه غوطه د پلازمېنې دمشق په څنډو کې یوه سیمه ده او په دې وروستیو کې د داسې خونړیو بمباریو شاهده وه چې د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې یې ساری نهدرلود.
سوریې د جګړو په ټوله موده کې د روسیې پراخ پوځي او ډیپلوماتیک ملاتړ درلود.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو نننیو څرګندونو کې د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته پر یو شمېر هېوادونو انتقاد کړی چې نهدي توانېدلي په ښکاره ترورېزم چې په هره بڼه وي، وغندي.
لاوروف د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وویل:
"موږ په دې باور یو چې په ښه او بد د ترورېزم وېشل د منلو نهدی، په ځانګړي ډول کله چې دا کار د افراطیت اعلان شویو اهدافو او یا مالي سرچینو ته په پام سره شوی وي، روسیه به د دوه ګوني ستندرډونو د ناسم عمل پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې په دې کې د سوریې پوځ ته د مرستې برابرول شامل دي."
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې داسې مهال کېږي چې لوېدیځ هېوادونه پر روسیې ټینګار کوي چې پر ولسمشر اسد د خپل نفوذ څخه په استفادې په سوریه کې ۳۰ ورځنی اوربند خوندي کړي.
په همدې وخت کې د سوریې په ختیځه غوطه کې تاوتریخوالی لا هم دوام لري.
د سوریې او روسیې حکومتونو په پرلهپسې ډول د ولسمشر اسد مخالفین ترورېستان بللي دي او سرګي لاوروف د ختیځې غوطه سیمې د وضعیت په خرابېدو کې یاغیان ملامت وبلل.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ژنیو په غونډه کې وویل سره له دې چې مسکو په دغه محاصره شوې سیمه کې د بشري دهلېز اعلان کړی دی، خو وایي په سیمه کې یاغیان پر خلکو د بشري مرستو او د وتلو لارې تړي.
د بشري حقونو فعالان وایي، د سوریې حکومت د فبرورۍ پر ۲۷مه د اوربند د وقفې په لومړنیو پنځو ساعتونو کې پر غوطه سیمې هوایي او راکټي بریدونه وکړل، خو دمشق او مسکو بیا یاغیان تورنوي چې د تخلیې پر لارو یې ډزې کړې دي.
ملګري ملتونه وایي، د جګړو دوام د ژغورنې عملیات ناممکن کوي.