د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ګوترش: سوریه کې دې سم د لاسه ۳۰ ورځنی اوربند رعایت شي


د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش نن دوشنبه د سوریې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې سمدستي اوربند رعایت کړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وویل، مرستندویې ټولنې د سوریې له غوطا ښار څخه چې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دی، د ټپیانو را ایستو او اړو خلکو ته د مرستو رسولو ته چمتو دي.

ښاغلي ګوترش چې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په پرانیستونکې غونډه کې یې وینا کوله، د سوریې د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه چې سمدستي ۳۰ ورځني اوربند ته غاړه کېږدي.

ګوترش دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې امنیت شورا د شنبې په ورځ په یوه پرېکړه لیک کې په سوریه کې د بې ځنډه اوربند غوښتنه وکړه، څو جګړه ځپلو سیمو ته بشري مرستې ورسېږي.

په سوریه کې د اوربند لپاره هڅې وروسته له هغه چټکې شوې چې په ختیځ غوطا ښار کې د هوايي حملو په نتیجه کې د فعالانو په وینا، نېږدې پنځه نیم سوه کسان ووژل شول.

ګوترش وویل چې غوطا ښار یوه دوزخ ته ورته شوی دی.

انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش

نوموړي زیاته کړه:

"څرنګه چې ما څو ورځې مخکې هم دا فرصت ترلاسه کړ چې د ملګروملتونو په امنیت شورا کې ووایم، په خاص ډول ختیځ ښار غوطا نور نو انتظار نشي کولای او هغه وخت رارسېدلی چې د ځمکې پرمخ دا دوزخ باید بند کړو."

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی، وايي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې غوطا ښار کې د کلورین ګاز په وسیله له پرونۍ مشکوکې حملې وروسته، دولتي ځواکونو نن هم هوايي او توپچي حملې وکړې او نهه ملکي وګړي یې ووژل.

په همدې حال کې مسکو چې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي، نن وویل چې په غوطا کې وضعیت خطرناک دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې ترورېستي ډلې له ولسي خلکو څخه د ډال په توګه کار اخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف له دې مخکې ویلي وو چې په سوریه کې اوربند یوازې هغه وخت ټینګېدای شي چې د جګړې ټول اړخونه د جګړو د بندولو پر څرنګوالي موافقې ته ورسېږي.

لاوروف ټینګار وکړ چې ترورېستي ډلې په اوربند کې نه دي شاملې او زیاته یې کړه، روسیه به هېڅکله د هغو اقداماتو ملاتړ ونه کړي چې په نتیجه کې یې ترورېستان له مشروع حملو په امن کې وي.

سوریه او متحدان یې، روسیه او ایران داعش او هغه سني وسله والې ډلې چې لوېدیځ او عربي هېوادونه یې ملاتړ کوي، د ترورېستانو په نوم یادوي.

XS
SM
MD
LG