د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

په سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارولو د څېړنې په اړه امریکا نوې هڅې


متحده ایالاتو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د تحقیقاتو لپاره نوې هلې ځلې پیل کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پرون وویل، دا له امنیت شورا غواړي چې یوې نوې تحقیقاتي کمېټې ته دنده وسپاري څو د سوریې په ختیځ ښار غوطا کې، په وروستیو څو اونیو کې د کلورین ګاز د ګڼو حملو له راپورونو وروسته معلومه کړي چې دا کیمیاوي حملې چا کړې دي.

نیکي هیلي
نیکي هیلي

مېرمن هېلي وویل دا هیله منه ده چې امنیت شورا به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې په دې برخه کې اقداماتو ته رایې ورکړي.

په امنیت شورا کې یوه ډیپلوماټ ویلي، امکان نه لري چې روسیه به د امریکا د دې طرحې- چې د بې پرې، خپلواکو او مسلکي تحقیقاتو غوښتنه کوي ملاتړ وکړي.

روسیې د ملګرو ملتونو پر پخواني تحقیقاتي ټیم انتقاد کړی و او ویلي یې و چې د دې ډلې غړیو خپل راپورونه په ځینو مواردو کې پرته له دې چې د مشکوکو حملو سیمې ته سفر ورکړي، کره او موثق اسناد برابر کړي لیکلي دي.

د امریکا سفیره دا طرحه څو ورځې وروسته له هغه وړاندې کوي چې د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې وویل، د روانې اوونۍ په پیل کې د کلورین ګاز په یوه مشکوکه حمله کې یو ماشوم په تنفس کې د ستونزو له کبله مړ شو او ۱۳ نور کسان ناروغان شول.

سوریه
سوریه

د سوریې ولسمشر بشار اسد له کیمیاوي وسلو د کار اخیستو ټول تورونه رد کړي دي.

په نوامبر میاشت کې د ملګرو ملتونو مخکینۍ څېړنې وروسته له هغه بې نتیجې پای ته ورسېدې چې روسیې، د څېړونکي کمیټې د ماموریت د تمدید پرېکړه لیک ویټو کړ.

مسکو وايي، د څېړنو دا ډله چې د اکثرو کیمیاوي بریدونو پړه یې د بشار اسد پر حکومت اچولې وه، د دمشق د متحدانو په برخه کې بې پرې نه وه.

روسیې په جنوري میاشت کې له خپلې خوا یوه طرح وړاندې کړه چې د نویو څېړنو غوښتنه یې کوله خو دا طرح یې هېڅکله هم د امنیت شورا په غونډه کې رایو ته وړاندې نه کړه.

د روسیې دا پلان د امریکا او د امریکا د لویدیځو متحدانو له خوا ځکه رد شو چې د دوی په وینا په دې طرح کې د سوریې حکومت ته په څېړنو کې خورا زیات واک ورکړل شوی و.

XS
SM
MD
LG