د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر تهران ته ورسېد


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ورسېد.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر نن دوشنبه په داسې حال کې تهران ته ورسېد چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د راتلونکي په اړه او هم د سوریې په ۷ کلنه کورنۍ جګړه کې د ایران د رول په اړه نړیوال کړکېچ زیات شوی دی.

په پام کې وه چې ژان لودریان دغه سفر په جنورۍ کې ترسره کړي، خو د ایران په اکثرو ښارونو کې د وروستیو مظاهرو له امله چې محصلینو یې مشري کوله، دغه سفر ځنډېډلی و.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لودریان
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لودریان

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې ښاغلی لودریان به په دغه دوه ورځني سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره وګوري او د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون په ګډون به پر دوه اړخیزو، سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.

د دغه تړون له مخې، پر ایران د لوېدیځو د بندیزونو د کمېدو په بدل کې تهران خپل اټمي فعالیتونه ډېر محدود کړي دي.

خو له دې سره سره د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ‌یې پر راتلونکي شک څرګند کړی او تېر کال‌یې ویلي وو چې که دغه تړون اصلاح نه‌شي، دی به په راروانه مې میاشت کې ترې ووځي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې دی د ډونالد ټرمپ استازیتوب نه‌کوي.

د فرانسې ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې موږ به دغه تړون وساتو، ځکه هغه اغېزمن دی، پیاوړی دی او هم ایرانیانو د هغه درناوی کړی دی.

خو لودریان تهران ته ویلي چې دا هېواد دې ته اړتیا لري چې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د پروګرام پر سر اندېښنو ته ځواب ووايي، کنه له نويو بندیزونو سره به مخ شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د ژورنال دیمینشې ورځپاڼې ته ویلي چې ایران د بالیستیک توغندیو پروګرام مخ ته وړی چې څو زره کېلو متره واټن وهلی شي او هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکونو سره سر ځکه نه‌خوري چې هدف‌یې د خپلو پولو له دفاع اوړي.

ایراني چارواکو په کراتو ویلي چې د هېواد د میزایلو او اټمي پروګرامونه‌یې یوازې دفاعي هدف لري او پر هغو هېڅکله هم بحث نه‌شي کېدای.

تهران دغه‌راز ویلي چې په اټمي تړون کې به نه اوس او نه هم په راتلونکي کې هېڅ ډول تعدیل ومني او نه به هم اجازه ورکړي چې نور مسایل ورسره وتړل شي.

فرانسه او ایران دغه‌راز د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ایران د مداخلې په اړه هم اختلافات لري.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د یکشنبې په ورځ په ټیليفوني خبرو کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني وغوښتل چې د سوریې پر حکومت لازم فشارونه راولي چې په ختیځه غوطه کې د وسله‌والو یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له یوې مخې د ملکیانو وژل بند کړي.

د فرانسې ولسمشر یادونه وکړه چې ایران په دې برخه کې ډېر مسؤلیت ځکه لري چې د دمشق له رژیم سره نږدې اړیکې لري او هم د بشري دلایلو له مخې، د هغه تړون عملي کېدو ته اړتیا ده چې ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې ده.

د ایران د ولسمشرۍ د وېب‌پاڼې له مخې، روحاني بیا مکرون ته ویلي چې هغه هېوادونه چې پر سعودي عربستان او د هغه پر متحدینو وسلې پلوري، باید هغو جنګي جنایتونو ته ځواب ووایي چې په یمن کې ترسره شوي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

فرانسه یو له هغو هېوادونو دی چې سعودي عربستان ترې ډېرې وسلې اخلي او هم‌یې د هغه پوځي ائتلاف مشري کړې چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د حوثي یاغیانو په وړاندې د نړیوالو له‌خوا د یمن د په رسمیت پېژندل شوي حکومت ملاتړ کوي.

د وسلو پروګرامونه او د سوریې مسئله که یوې خواته شي، پاریس او تهران مخ په زیاتېدونکې اقتصادي ګټې لري او لودریان به له ایراني چارواکو سره پر اقتصادي مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.

ایران په ۲۰۱۷ کال کې له فرانسوۍ د انرژۍ له لویې کمپنۍ توتال سره د پنځو ملیارده ډالرو په ارزښت د ګازو د استخراج یو تړون لاسلیک کړ.

د ایراني او فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې ایران ته د لودریان په سفر کې به دې هېواد ته د فرانسې د ولسمشر د راتلونکي سفر لپاره چې ویل کېږي هغه به د روان کال په وروستیو کې وشي، تیاری هم ونیول شي.

XS
SM
MD
LG