د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۵۱

جېش‌الاسلام ډله ادعا کوي چې سوریه کې یې یوه روسۍ الوتکه غورځولې


یوې سخت دریځې وسله‎والې ډلې په سوریه کې د روسيې د هغې الوتکې د ویشتلو مسؤلیت پر غاړه اخېستی دی چې د نسکورېدو په نتیجه کې يې لسګونه کسان ووژل شول.

عربي ژبې ورځپاڼې ادیار د جیش‌الاسلام په نامه د سخت دریځې ډلې اعلامیه خپره کړې چې ادعا کوي دا روسۍ الوتکه د دوی وسله‎والو غورځولې ده.

جیش‌الاسلام د دمشق په ختیځ غوطه سیمه کې د بشار الاسد له حکومتي ځواکونو سره جنګېږي.

په غوطه کې د روسيې د الوتکو او د سوريې د پوځ په وروستیو عملیاتو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د روسيې دفاع وزارت ویلي، «اېن ۲۶» ډوله دا الوتکه هغه مهال وغورځېده چې غوښتل‌يې د لاذقیه ساحلي ښار په هوايي ډګر کې کېني.

د روسيې دفاع وزارت ویلي، د یوه جنرال په ګډون په الوتکه کې ۳۳ تنه او ۶ د عملې کسان سپاره وو چې ټول په پېښه کې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG