د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

ملګري ملتونه: د سوریې غوطه سیمې کې د مرستو کاروان له خطر سره مخ شو


د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د روسیې په شمول د ښکېلو خواوو له خوا د ډاډ سربېره د سوریې په غوطه سیمه کې د دوی د مرستو پر کاروان د توپونو ډزې شوې دې.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو تنظیموونکي علي الزعتري د جمعې په ورځ وویل، د غوطه سیمې په ختیځ کې د توپونو ډزو مرستندویه کاروان له خطر سره مخ کړی و.

د ملګرو ملتونو چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د سره صلیب او سرې میاشتې په مرستو بار د ۱۳ لاریو کاروان د جګړې له لومړۍ کرښې د غوطې محاصرې شوې سیمې ته وواښت او هلته د سوریې د حکومت د پرلپسې تهاجمي بریدونو له خطر سره مخ شو.

په دې ډزو کې د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی، خو ناتائید شوې راپورونه وايي چې په مرستو بار لارۍ پرته له دې چې بارونه خالي کړي بېرته له سیمې وتلې دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه کاروان.
د ملګرو ملتونو مرستندویه کاروان.

په دې لاریو کې د دوما په نوم د سیمې د ۱۲۰۰۰ اوسېدونکو لپاره مرستې بار وې.

په تېرو دوو اونیو کې د سوریې پوځ د توپخانې او هوايي بمبارۍ په مرسته د ختیځې غوطه نیمايي هغه برخه چې پخوا د یاغیانو په واک کې وه بېرته نیولې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیوۍ میشتې ډلې او د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې اټکل کړی چې په ختیځه غوطه کې په دې بریدونو کې له ۹۴۰ نیولې تر ۱۰۰۰ تنو پورې ولسي خلک وژل شوي دي.

سوریه او ملاتړې یې روسیه ادعا کوي چې دا عملیات یې د دې لپاره پیل کړي څو په غوطه کې مېشت یاغیان پر دمشق د توغندیو له بریدونو منعه کړي او له دې سیمې اسلامي سخت دریځې وباسي.

پر دې تهاجمي عملیاتو د ملګرو ملتونو، امریکا او نورو هېوادونو له خوا سخت انتقادونه شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، د ختیځې غوطې په محاصره شوې سیمه کې چې د یاغیانو په ولکه کې ده څلور سوه زره کسان اوسېږي.

د سوریې او روسیې پوځونو ادعا کړې چې د ولسي خلکو د وتلو لپاره یې خوندي لارې پرانیستي خو ډېر کم کسان پر دې باور لري چې له تر اور لاندې سیمې څخه دې د ولسي خلکو د وتلو کومه خوندي لار و اوسي.

یاغیانو په دې وروستیو کې توافق وکړ چې غوطې سیمې ته د مرستندویه کاروانونو ننوتلو به اجازه ورکړي څو دغلته بندو پاتې خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

په سوریه کې د ملګروملتونو مرستندویه کاروان.
په سوریه کې د ملګروملتونو مرستندویه کاروان.

خو ملګرې ملتونه وايي، مرستندویه کاروانونه غوطې ته په ننوتلو او له سیمې په بېرته وتلو کې پرلپسې د بریدونو له خطر سره مخ وي.

اخوا د جمعې په ورځ راپورونه ورکړل شول چې له غوطې سیمې څخه د یاغیانو ځینو وړو ډلو د ملګرو ملتونو سره تر خبرو اترو وروسته په وتلو پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG