د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

سوریه کې د یوې روسۍ الوتکې د لوېدو پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۹ ته ورسېد


د روسیې د دفاع وزارت وايي، په سوریه کې یې د یوې پوځي ټرانسپورتي الوتکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۹ تنو ته رسېدلی دی.

دا پوځي الوتکه د سې شنبې په ورځ د حمیمیم پوځي اډې ته نږدې ولوېده.

د روسیې د دفاع وزارت پرون سې شنبه ماښام وویل، د لومړنیو معلوماتو له مخې د الوتکې ۳۳ سپرلۍ او ۶ تنه عمله هغه مهال ووژل شول چې د «اې. اېن ۲۶» ډوله پوځي ټرانسپورتي الوتکې د لاذقیه په ساحلي ښار کې د روسیې په پوځي اډه کې د ښکته کېدو پر مهال سقوط وکړ.

د الوتکې ټول سپاره روسان وو.

د روسیې پوځ تر دې مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ تنه اعلان کړی وو.

د روسیې د دفاع وزارت همدارنګه ویلي، ډېر ګومان کېږي چې دا الوتکه به د تخنیکي ستونزو له کبله لوېدلې وي او داسې کومه نښه نېښانه نه‎شته چې ګوندې کوم برید به د دې الوتکې د نسکورېدو سبب شوی وي.

روسي رسنیو د چارواکو له خولې خبر ورکړی چې وايي:

"د پېښې په سیمه کې د هېڅ ډول برید راپور نه‎دی ورکړل شوی."

د روسیې د څېړنو کمېټې ویلي، په دې اړه‌یې څېړنې پیل کړي چې ایا دې پوځي الوتکې د خوندیتوب له مقرراتو سره سم فعالیت درلود او کنه؟

روسیه د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي.

مسکو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په سوریه کې هوايي کمپاین پیل کړ او وتوانېد چې په دې هېواد کې د جګړې مسیر د بشار الاسد په ګټه بدل کړي.

تر اوسه پورې په سوریه کې تر ۴۰ زیات روسي نظامیان وژل شوي دي.

همدارنګه ویل شوي چې روسیې د سوریې په جګړه کې تر دې مهاله ۹ پوځي الوتکې له لاسه ورکړي.

تېره میاشت د روسیې یوه «سو ۲۵» ډوله الوتکه د ادلیب ښار کې نسکوره شوه چې ګومان کېږي، له اوږې څخه په ویشتل کېدونکي راکټ نسکوره کړل شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت وايي، د دې الوتکې پیلوټ د دې لپاره چې د دښمن لاس ته ورنه‎شي، ځان په یو لاسي بم وژلی دی.

په سوریه کې د روسیې پر پوځي هوايي اډه او د دې هېواد په شمال کې پر یوې سمندري اډې په وروستیو کې بریدونه زیات شوي دي.

د روسیې دوه پوځیان د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د حمیمیم پر پوځي اډه د یاغیانو د توغندیو په برید کې ووژل شول.

کرملېن وايي، په دې برید کې د روسیې الوتکو ته زیان نه‌وو رسېدلی، خو یوې روسۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې په حمیمیم کې اووه روسۍ الوتکې ویجاړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG